د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې سلګونو کسانو د ارمان لوڼي غایبانه جنازه وکړه

کندهار کې سلګونو کسانو د ارمان لوڼي غایبانه جنازه وکړه

Feb 04, 2019 - 17:39

کندهار، ښرنه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۷): په کندهار کې سلګونو کسانو د پښتون ژغورنې  غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي غایبانه جنازه وکړه او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته یې پر پښتنو روان تشدد وغانده.

د جنازې په دغو مراسمو او احتجاجي غونډه کې د کندهار سلګونو ځوانانو، فرهنګیانو، مدني فعالانو او مخورو ګډون کړی وو.

لومړی د جنازې لمونځ ادا شو او وروسته د دغې پېښې د غندنې په موخه احتجاجي لاریون وشو.

لاریون کوونکو ارمان لوڼی د لر او بر پښتون قام شهید وباله د هغه قاتلانو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دغه راز لاریون کوونکو د "لر او بر یو افغان"، "نر پښتون بهادر پښتون= منظور پښتون" شعارونه ورکول.

د کندهار د ولایتي شوار غړي عطاءالله عطا لاریون کوونکو ته په خپله وینا کې، د کرښې د هغې غاړې پر پښتنو د پنجابي پوځ جبر او تشدد وغانده.

هغه زیاته کړه، د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه یو وجود دی او د نړۍ هیڅ قوت هغوی نه شي بېلولای.

نوموړي زیاته کړه، منظور پښتون د لر او بر پښتنو رهبر دی او ټول په پوره یووالي د هغه تر شا ولاړ دي.

د کندهار یو مدني فعال منور احمد واحدي وویل، دا ځل لر او بر پښتانه ويښ شوي او د پاکستان حکومت په جبر، تشدد او وژنو نه شي کولی نور له پښتنو څخه د لر او بر د يوځای کېدو روحیه واخلي.

د کمال نجیب په نوم یوه مدني فعال هم د ارمان لوڼي پر وژنه خواشیني وښودله او هغه یې د قام شهید ونوماوه.

هغه غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژلو قضيه دې په بې طرفه توګه د نړيوالو ناظرينو له لوري وڅېړل شي.

دغه راز ده پر حکومت هم غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ غږ پورته کړي او د کرښې د دواړ غاړو پر پښتنو د تشدد او جبر په پای ته رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

له بلې خوا پکتيکاوالو هم له دې امله اعتراضيه ناسته او لاريون وکړ، چې تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړی ارمان لوڼی د پاکستانيو ملېشو له لوري وژل شوی و.

دغه اعتراضيه ناسته او لاريون د دوشنبي په ورځ په مرکز ښرنه کې تر سره شوه، چې لاريونوالو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.

د ځوان پارلمان استازی عبدالحق فقيرزاده په دې اړه وويل، چې پاکستانۍ ملېشې په ډېر وحشت او ظلم سره غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د محرومو پښتنو حقونه غواړي، تر پښو لاندې کړي.

ده زياته کړه، پښتانه که لر دي او که بر سره وروڼه دي او وروڼه قومونه يو د بل په دردونو درېديږي، نو له همدي امله د پکتيکا ولسونه د پاکستانيو چارواکو وروستيو کړنو اندېښمن کړي دي.

د هغه په وينا، پاکستان غواړي له يوې خوا د پښتون قومونو ترمنځ تفرقه واچوي، بل پلو هغه پښتانه چې کلونه کېږي، بې ګناه وژل کېږي، دغه لړۍ دوامداره کړي او غږ پورته کوونکی يې شکنجه او وژل کېږي.

قومي مشر وکيل بادشاخان هم د پاکستاني ملېشو وروستۍ کړنې وغندلې او ويې ويل، چې پښتانه که هرځای دي، سره يو دي، نو ځکه دې پاکستان په زور د پښتنو حوصلې نه ازمايي او پښتون وژنه دې بس کړي.

هغه په حکومت او نړيوالو غږ وکړ، چې د محکوم پښتون غږ دې بدرګه کړي او هغوى دې د پاکستان له ظلمونو وژغوري.

د یادونې ده چې پرون او نن د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازې شوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ احتجاجي غونډې او ناستې شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼى وړمه ورځ ناوخته د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د یوې احتجاجي غونډې پر مهال د پوليسو له خوا د ډېرې شکنجې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement