ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامريکا سنا: ټرمپ دې له افغانستانه د سرتېرو ايستلو کې بېړه نه کوي

دامريکا سنا: ټرمپ دې له افغانستانه د سرتېرو ايستلو کې بېړه نه کوي

author avatar
5 Feb 2019 - 13:33
دامريکا سنا: ټرمپ دې له افغانستانه د سرتېرو ايستلو کې بېړه نه کوي
author avatar
5 Feb 2019 - 13:33

واشنګټن (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٧) : د امریکا د مشرانو جرګې يا سنا د رايو په اکثريت له افغانستان څخه د سرتېرو له ايستلو سره مخالفت وکړ .

 تېره اوونۍ په دې اړه د امريکا سنا مجلس ته يوه مصوبه وړاندې شوې وه چې له افغانستان او سوريې څخه دې سرتېري نه ايستل کېږي.

خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څوځله په خپلو څرګندونو کې وايي چې غواړي له افغانستان او سوريې څخه خپل سرتېري وباسي.

نوموړي څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې ويلي و چې له افغانستان څخه به سرتېري وباسي، خو لويه ډله استخبارات به هلته پرېږدي.

دامريکا مشرانو جرګې پرون د يادې مصوبې په ملاتړ ٧٠ او په مخالفت کې يې ٢٤ رايې ورکړې او ولسمشر ټرمپ ته يې خبرداری ورکړی چې له افغانستان او سورې څخه دې د عسکرو په ایستلو کې بېړه نه کوي .

سنا ويلي، تر څو پورې چې په يادو هېوادونو کې د القاعدې او داعش ډلو فعالیتونو او وړتیاوو ته په پوره نظر کتنه ونه شي، دا پرېکړه دې نه کېږي.

د امریکا د سنا ډېرى غړي  له  سوریې او افغانستان څخه د عسکرو ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړې اندېښمن کړي او وایي چې بېړه کول به القاعدې او داعش ډلو ته موقع برابرې کړي چې بیا منظمې شي.

امريکايي سناتور مچ مکونل په سنا کې دغه پرېکړه لیک د بهرنو چارو د یوې لایحې په توګه وړاندې کړ او خبردارى یې ورکړ چې له دغو دواړو هېوادونوڅخه د عسکرو په بېرته ایستلو کې بېړه کول به ترهګرو ډلو ته ګټه ورسوي او په دغه سیمه کې به خلا پیدا کړي چې ایران او روسیه به یې ډکه کړي.

د سنا په دغه پرېکړه لیک کې لیکل شوي چې ولسمشر ټرمپ دې لومړى القاعدې او داعش ته د ماتی ورکولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.