جلال اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۷): د ننګرهار ولايت يو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځايي اوسېدونکو د يو لاريون پرمهال له ننګرهار څخه د والي حيات الله حيات پر تبديلۍ نيوکه وکړه.
دوی ويل، نوموړى د غاصبينو د دسيسو له امله له ننګرهاره بدل شوی او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې دلته له حيات الله حيات پرته بل والي راشي.
لاريون کوونکو د سلواغې په ۱۶مه سهار مهال د څو ساعتونو لپاره د مراجعينو او مامورينو پرمخ د ننګرهار ولايت مقام مخه بنده کړې وه او هېچاته يې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
دوی نيوکه وکړه، هر والي چې د ننګرهار لپاره ښه کار کړی، نو د زورواکو، غاصبينو او مافيايي کړيو په دسيسو له دې ځايه لرې شوی دی.
د لاريون يو تن سمبالوونکي او مدني فعال عبدالله زاهد وويل، د دغه لاريون موخه پر خپل ځای د والي حيات الله حيات د پاتې کېدو غوښتنه ده.
د نوموړي په وينا، والي حيات تر بل هر والي دلته د غاصبينو، زورواکو او مافيايي کړيو پر وړاندې ښه مبارزې کړې، دغه ډلې يې ښې ځپلي؛ نو ځکه ورته د هغوی له لوري دسيسه جوړه شوې وه.
د روداتو ولسوالۍ يوه قومي مشر نور باچا هم وويل، والي يوازې د دوی په ولسوالۍ کې تر څلوېښتو ډېر غاصبين ونيول، له کلونو راهيسې غصب شوې ځمکې يې بېرته راوګرځولې؛ نو ځکه ورته د همدغو غاصبينو له لوري دسيسه جوړه شوه.
د لاريون يو بل ګډونوال وويل، تر هغه وخته چې ولسمشر خپله پرېکړه بدله کړې نه وي؛ نو د ولايت له مخې نه لرې کېږي، نه مراجعينو ته د ورتګ او نه هم د ولايت کارمندانو ته د کار کولو اجازه ورکوي.
په لاريون کې يو شمېر مېرمنو هم ګډون کړی و، چې د والي پر تبديلۍ يې نيوکې کولې او غوښتنه يې کوله چې هغه دې پر خپل ځای پاتې شي.
د ګلبخو په نوم يوې مېرمنې وويل، هغه مهال چې حيات الله حيات ننګرهار ته نه و راغلی ښار کې خلکو په اسانۍ تګ راتګ نه شواى کولی؛ خو د هغه په راتګ سره ښار امن شو، ولسوالۍ امن شوې، ښار کې د ابادۍ کارونه روان شول؛ نو هېڅکله د نوموړي تبديلي نه شي منلی.
پرون د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ چې د ولسمشر د فرمان له مخې، حيات الله حيات د کندهار او د نوموړي پرځای شاه محمود مياخېل د ننګرهار والي ټاکل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن