ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د طالبانو د بريد له امله ٢٨ سرتېري وژل شوي

کندوز کې د طالبانو د بريد له امله ٢٨ سرتېري وژل شوي

author avatar
5 Feb 2019 - 10:49
کندوز کې د طالبانو د بريد له امله ٢٨ سرتېري وژل شوي
author avatar
5 Feb 2019 - 10:49

کندوز ښار(پژواک، ١٦ سلواغه ٩٧):په کندوز کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ٢٨ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د کندوز د ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو دکندوز ښار اړوند په تيلاوکې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ٢٥ د ملي اردو سرتېري او درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٢٠ نور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((جګړه دوه بجې شروع شوه او دسهار تر څلورو بجو پورې يې دوام وکړ.))

دغه راز د تيلاوکې سيمې اوسېدونکي محمد جان هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې سخته جګړه شوې ده.

ده زياته کړه چې يواځې په يوې پوستې کې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او ټانک يې اور اخيستى و.

نوموړى وايي: ((سخته جګړه وشوه، حتى خلکو نه شواى کولاى چې له خپلو کورونو څخه ووځي او بل ځاى ته ولاړ شي.))

د کندوز امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو بل لورته طالبان هم بيا دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د کندوز ښار د کورتېپې اړوند د تيلاوکې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٣٠ د ملي اردو سرتېري او پوليس وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې طالبانو ترلاسه کړي دي.

په ياده جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.