ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې  ١١ سيمه ييز پوليس وژل شوي

بغلان کې ١١ سيمه ييز پوليس وژل شوي

author avatar
5 Feb 2019 - 11:52
بغلان کې  ١١ سيمه ييز پوليس وژل شوي
author avatar
5 Feb 2019 - 11:52

پلخمري(پژواک،١٦سلواغه ٩٧):دبغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ١١ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

بغلان کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جر قشلاق سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د پوستې د قوماندان کېنجه په ګډون ١١ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((تر اوسه د نهو تنو جسدونه ترلاسه شوي، دوه تنه ورک دي چې کېداى شي تر خاورو لاندې وي.))

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي هم د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په دغه جګړه کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر خلیل الرحمن  نرمګوی پژواک ته وویل چې له دې پېښې دوى ته د لسو سيمه ييزو پوليسو جسدونه او پنځه نور په ټپي حالت کې انتقال شوي دي.

ده وويل چې دوه تنه يې له دوى سره بستر دي او درې نور يې ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د بغلان امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو بل لورته طالبان بيا دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په حسن تال سيمه کې د سيمه ييز پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې لس سيمه ييز پوليس وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده چې يوه مياشت وړاندې هم وسله والو طالبانو د پلخمري ښار اړوند د خواجه الوان په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى و چې په ترڅ کې يې اووه امنيتي سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.