ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د مینا تاریخي برج د بیارغونې چارې پيل شوې

کندهار کې د مینا تاریخي برج د بیارغونې چارې پيل شوې

author avatar
5 Feb 2019 - 20:26
کندهار کې د مینا تاریخي برج د بیارغونې چارې پيل شوې
author avatar
5 Feb 2019 - 20:26

کندهار (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۷): د اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت له خوا په کندهار ښار کې د مینا تاریخي برج د بیارغونې چارې نن د سلواغې په ۱۶مه پيل شوې.

په دغو مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست احمد شاه قادري او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، مینا برج چې د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې موقعیت لري د دریو میاشتو په موده کې د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دغه تاریخي ځای د جوړولو لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي.

د ده په خبره، دغه تاریخي برج د له منځه تلو له ګواښ سره مخ و چې بالاخره اړوند وزارت یې د جوړولو لپاره اقدام وکړ.

نوموړي وویل، ولایتي اداره د تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو د ساتلو او بیارغولو په برخه کې پوره هڅه کوي، څو زموږ د پلرونو او نېکونو څخه راپاتې ارزښتناک میراثونه په پوره درناوي سره خوندي وساتل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست رییس احمدشاه قادري وايي، په کندهار کې د ۳ تاریخي منارونو په ګډون ۵۲ تاریخي ځایونه شته چې د دولت سرپرستۍ او خوندي ساتلو ته اړتیا لري.

ده وویل، اړوند ریاست د ولایتي او مرکزي ادارې په مرسته هڅه کوي ټول تاریخي ابدات خوندي وساتل شي او د بیارغونې کارونه یې تر سره شي.

د مینا برج چې د امیر حبیب الله خان په دوره کې جوړ شوی او له سلو کلونو څخه زیاته تاریخي مخینه لري چې په دې وروستیو کې په بد حالت کې و او د نړېدو له ګواښ سره مخ و.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.