ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار صنعتکارانو له حکومته د صنعت په وده کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه

د کندهار صنعتکارانو له حکومته د صنعت په وده کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه

author avatar
6 Feb 2019 - 18:39
د کندهار صنعتکارانو له حکومته د صنعت په وده کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه
author avatar
6 Feb 2019 - 18:39

کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷): د کندهار صنعتکارانو له حکومت څخه وغوښتل چې د صنعت د ودې په موخه دې دوی ته ځمکې ورکړل شي، پر خامو توکو  دې کمه مالیه واخیستل شي او له بهره دې د هغو توکو د واردولو مخنیوی وشي چې په کور دننه تولېدېږي.

دغه څرګندونې د کورنیو تولیداتو په یو ورځني نندارتون کې وشوې چې په ولایت مقام کې جوړ شوی و.

په دغه نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ظهور الدين شېرزاد او ورسره پلاوي، د ولايتي ادارې مسوولینو، صنعتکارانو، سوداګرو، ځوانانو او ښځو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب وویل، د دغسې نندارتونونو له لارې خلک په خپلو کورنیو تولیداتو خبرېږي او بازارموندنه ورته کېږي.

د ده په خبره، صنعت د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او د پراختیا لپاره یې باید ډېر کار وشي.

هغه زیاته کړه، د صنعت له ودې سره د بې کارۍ کچه ټيټېږي او خلک پر خپل ځان بسیا کېږي.

ده له سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي او خپلې پیسې پر صنعت ولګوي.

منیبب له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې د کندهار د نخي او پشمي فابریکو په فعالولو کې مرسته وکړي چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه ولاړ دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر وویل، حکومت دې د صنعت د ودې په موخه صنعتکارانو ته ځمکې ورکړي، پر خامو توکو  دې کمه مالیه واخلي او له بهره دې د هغو توکو د واردولو مخنیوی وکړي چې په کور دننه تولېدېږي.

هغه زیاته کړه، تر هغه چې حکومت اسانتیاوې ډېرې کړې نه وي، صنعت، کرنه او تجارت وده نه شي کولای.

کندهار کې د مالي متشبثینو د ټولو مشر حاجي رحم الدین اغا هم وايي چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ په کندهار صنعتي پارک کې د صنعتکارانو لپاره هیڅ اسانتیاوې نشته.

ده پژواک اژانس ته وویل، له یوې خوا د برېښنا د کمښت له امله ګڼې فابریکې تړلې دي، له بلې خوا په صنعتي پارک کې د کلونو په تېرېدو هم هیڅ اسانتیاوې لکه سړک، د اوبو سیسټم، روغتیايي مرکز، اطفایه او نور جوړ نه شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.