ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو او د هغو د محصولاتو پر واردېدو بندیز ولګېد

له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو او د هغو د محصولاتو پر واردېدو بندیز ولګېد

author avatar
6 Feb 2019 - 17:27
له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو او د هغو د محصولاتو پر واردېدو بندیز ولګېد
author avatar
6 Feb 2019 - 17:27

کابل (پژواک، ١٧سلواغه ٩٧): د کرنې وزارت د چرګانو د والګي ناروغۍ د مخنیوي په پار له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو او د چرګانو د محصولاتو واردات منع کړل.

له ياد وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ګام يې د ایران د رسمي بنسټونو او د حیواني روغتیا د نړیوال سازمان د کره اطلاعاتو پر بنسټ پورته کړی دی.

سرچينه زياتوي، له هغه وروسته چې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په پنځمه نېټه د ایران د حیواني روغتیا چارواکو د دغه هېواد په شمال کې د چرګانو د والګي (انفلونزا» ناروغي "H5N8" تثبیت کړه، د حیواني روغتیا د نړیوال سازمان "OIE" له خوا تایید شوه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني سپارښتنه کړې چې د هېوادوالو د روغتیا، د چرګانو د روزنې فارمونو خوندي کولو او د والګي ناروغۍ د مخنيوي په موخه دې له ایرانه د چرګانو واردات تر بلې اطلاع منع او وځنډول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د زونوز ناروغیو [د انسان او حیوان ترمنځ ګډه ناروغي] تخنیکي کمېټه چې په کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د عامې روغتیا، کورنیو چارو، ملي دفاع وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ریاست، د سوداګرۍ خونه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي ګډون درلود، د ایران د حیواني روغتیا د سازمان او د حیواني روغتیا نړیوال سازمان د راپور په ارزولو سره پرېکړه وکړه چې د حیواني روغتیا قانون او د حیواني روغتیا د نړیوال سازمان د کړنلارو د لارښود پر اساس دې د والګي ناروغۍ د مخنیوي او د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو په پار له ایرانه د چرګانو او د چرګانو پر وارداتي محصولاتو دې د ۲۱ ورځو لپاره قرنطین وضع شي، چې وروسته به بیا په ایران کې د ناروغۍ وضعیت ته په کتو به دغه قرنطین ادامه پیدا کړي او یا به لرې شي.

سرچينه کاږي، د دې پرېکړې پر بنسټ هغه چرګان او د چرګانو کوم محصولات چې دمګړۍ دننه په ایران کې بار شوي دي، افغانستان ته یې واردول منع شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، تېر کال هم افغانستان ته د کډوالو مرغانو له لارې د چرګانو والګي ناروغۍ را دننه شوې وه چې د کرنې وزارت د هلو ځلو او د دې ناروغۍ له خپراوي د مخنیوي په پار د منظمو برنامو په پلي کولو سره، دغه خطرناکه ناروغي پر وخت کنټرول شوه او سږ کال هم یاد وزارت غواړي چې تر خپرېدو مخکې دغه ناروغۍ کنټرول کړي.

د یادونې ده، د کرنې وزارت له خوا تر دې مخکې افغانستان ته د زړو چرګانو واردات منع شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.