د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار صنعتکارانو له حکومته د صنعت په وده کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه

د کندهار صنعتکارانو له حکومته د صنعت په وده کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه

Feb 06, 2019 - 18:39

کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷): د کندهار صنعتکارانو له حکومت څخه وغوښتل چې د صنعت د ودې په موخه دې دوی ته ځمکې ورکړل شي، پر خامو توکو  دې کمه مالیه واخیستل شي او له بهره دې د هغو توکو د واردولو مخنیوی وشي چې په کور دننه تولېدېږي.

دغه څرګندونې د کورنیو تولیداتو په یو ورځني نندارتون کې وشوې چې په ولایت مقام کې جوړ شوی و.

په دغه نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ظهور الدين شېرزاد او ورسره پلاوي، د ولايتي ادارې مسوولینو، صنعتکارانو، سوداګرو، ځوانانو او ښځو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب وویل، د دغسې نندارتونونو له لارې خلک په خپلو کورنیو تولیداتو خبرېږي او بازارموندنه ورته کېږي.

د ده په خبره، صنعت د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او د پراختیا لپاره یې باید ډېر کار وشي.

هغه زیاته کړه، د صنعت له ودې سره د بې کارۍ کچه ټيټېږي او خلک پر خپل ځان بسیا کېږي.

ده له سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي او خپلې پیسې پر صنعت ولګوي.

منیبب له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې د کندهار د نخي او پشمي فابریکو په فعالولو کې مرسته وکړي چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه ولاړ دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر وویل، حکومت دې د صنعت د ودې په موخه صنعتکارانو ته ځمکې ورکړي، پر خامو توکو  دې کمه مالیه واخلي او له بهره دې د هغو توکو د واردولو مخنیوی وکړي چې په کور دننه تولېدېږي.

هغه زیاته کړه، تر هغه چې حکومت اسانتیاوې ډېرې کړې نه وي، صنعت، کرنه او تجارت وده نه شي کولای.

کندهار کې د مالي متشبثینو د ټولو مشر حاجي رحم الدین اغا هم وايي چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ په کندهار صنعتي پارک کې د صنعتکارانو لپاره هیڅ اسانتیاوې نشته.

ده پژواک اژانس ته وویل، له یوې خوا د برېښنا د کمښت له امله ګڼې فابریکې تړلې دي، له بلې خوا په صنعتي پارک کې د کلونو په تېرېدو هم هیڅ اسانتیاوې لکه سړک، د اوبو سیسټم، روغتیايي مرکز، اطفایه او نور جوړ نه شول.

دی وايي، حکومت باید د صنعتکارانو دغو ستونزو ته پام وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ظهور الدين شېرزاد وویل، پلان لري په کندهار کې په ۹۵۰ جریبه ځمکه کې په عصري وسایلو او امکاناتو سمبال زراعتي ښارګوټی جوړ کړي چې له ۶۵۰ څخه زیاتې نمرې به ولري.

هغه زیاته کړه، د نورو برخو تر څنګ یې د کندهار د انارو د توليد د زياتوالي او سوداګرۍ د پراختيا په موخه يوه طرحه چمتو کړې او ډېر ژر به يې د عملي کولو چارې پيل کړي.

دغه راز هغه ژمنه وکړه چې وزارت د کندهار د نخي او پشمي تصديو بيارغونه په خپلو کاري لومړيتوبونو کي نيولې ده او په دې اړه یې یوه ځانګړې طرحه ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

د صنعت او پانګه اچوونکو د توليدي توکو د بازار موندنې په اړه ده وویل،پلان لري چې په روان کال کې ملي او نړيوال نندارتونونه په بېلابېلو ولايتونو او بېلابېلو هېوادونو کې جوړ کړي څو د کورنیو تولیداتو لپاره ښه بازار و موندل شي.

په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement