ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د بلک هاک چورلکو ۱۴ پیلوټان او ۱۲ نښه ویشتونکي فارغ شول

په کندهار کې د بلک هاک چورلکو ۱۴ پیلوټان او ۱۲ نښه ویشتونکي فارغ شول

author avatar
6 Feb 2019 - 18:42
په کندهار کې د بلک هاک چورلکو ۱۴ پیلوټان او ۱۲ نښه ویشتونکي فارغ شول
author avatar
6 Feb 2019 - 18:42

کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷): په کندهار کې د هوايي لوا اړوند د بلک هاک چورلکو ۱۴ پيلوټان او ۱۲ نښه ویشتونکي تر درې میاشتنۍ روزنې وروسته فارغ شول او په خپل ماموریت یې پيل وکړ.

په دې اړه په کندهار هوايي ډګر کې مراسم جوړ شوي وو چې د کندهار د هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرازق شېرزي، د بهرنیو ځواکونو مسوولینو او نور چارواکو په کې ګډون کړی وو.

د کندهار هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرازق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، فارغو شوو ۱۴ پیلوټانو او ۱۲ نښه ویشتونکو درې میاشتنې روزنه تر لاسه کړې او د دې جوګه دي چې بلک هاک چورلکې وکاروي.

هغه زیاته کړه، د کندهار د هوايي لوا اړوند په روزنیز مرکز کې د بهرنیو روزونکو له خوا تر دې وړاندې هم د بلک هاک چورلکو ۴۲ پیلوټان روزل شوي او دغه لړۍ روانه ده.

شېرزي یادونه وکړه چې د چورلکو له تر لاسه کولو سره جوخت یې د روزل شوو پيلوټانو په شمېر کې هم زیاتوالی راځي.

دی وايي، تر دې مهاله د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ژمنه شوو ۴۶ بلک هاک چورلکو له ډلې یې ۲۸ چورلکې تر لاسه کړي او په هرو دوو- دریو میاشتو کې دوې یا درې دغه چورلکې تر لاسه کوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې تر دې مهاله یې ۱۵ باله ایم. ډي ۵۳۰ وړې چورلکې هم تر لاسه کړي دي او همدومره شمېر نورې چورلکې به ژر تر لاسه کړي.

شېرزی وايي، د نوو چورلکو په تر لاسه کولو او د پیلوټانو په روزلو سره اوس د کندهار هوايي لوا پیاوړې شوې او د اړتیا پر مهال د شپې او ورځې له پلوه الوتنې کوي.

بل لور ته د کندهار د هوايي لوا د روزنیز مرکز بهرني روزونکي وايي چې افغان هوايي ځواک نوي پړاو ته داخل شوی او پر خپلو پښو د درېدو پر لور ځي.

فارغ شوي پیلوټان وايي، د روزنې په بهیر کې یې دا وړتیاوې تر لاسه کړي چې بلک هاک الوتکې په ډېره ښه توګه وکاروي او خپل ماموریت تر سره کړي.

د یاودنې ده چې د کندهار هوايي لوا ته به تر راتلونکو دوو کلونو پورې ټولټال ۴۶ باله بلک هاک چورلکې ورکړل شي چې ۲۶ یې جنګي او پاتې یې اکمالاتي دي.

په کندهار کې د بلک هاک چورلکو پیلوټان په داسې حال کې خپل رورنیره دوره بشپړوي او فارغېږي چې تېره ورځ سیګار د افغان هوايي ځواک د ظرفیت په اړه اندېښنه ښودلې او دغو ځواکونو ته یې د الوتکو د نه ورکولو سپارښتنه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.