کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷): ځيني شنونکي د سولې په تړاو د مسکو غونډه مثبت ګام، د ډېرو افغانانو استازې او هيله بښونکې بولي، خو ځيني بيا دغه غونډه ځکه ناکامه بولي چې د حکومت استازي په کې نشته.
د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه د طالبانو د استازو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هېواد ځينو نورو سياسي څېرو په ګډون پرون جوړه شوې او نن به هم دوام ولري.
په دې غونډه کې د ولسمشرۍ څلور نوماندان (محمد حنيف اتمر، زلمى رسول، نورالحق علومي او عبداللطيف پدارم) د حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش ملي او ځينو نورو ګوندونو استازي، ځينې ښځې او مدني فعالان برخه لري. دغه راز د غونډې په ګډونوالو کې د پښتنو، تاجکو، هزاره ګانو، ازبکانو او نورو قومونو کسان شامل دي.
د سياسي چارو شنونکي محمدحسن حقيار هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مسکو په ناسته کې له بېلابېلو قومونو او د ډېرو ګوندونو استازو ګډون کړى، نو که د ټولو افغانانو استازولي ونه شي کولای، د ډېرو افغانانو استازولي کولای شي.
هغه زياتوي: "د مسکو په ناسته کې د ډېرو سياسي ګوندونو مشرانو، مطرحو جهادي څېرو، مدني فعالانو او هغو کسانو ګډون کړى چې تر ډېره بريده د افغانستان په مسايلو کې دخيل دي او يا يې له طالبانو سره جګړې کړې دي."
حقيار د مسکو ناسته د بين الافغاني سولې د خبرو د پيل او لارو چارو برابرولو په برخه کې مثبت ګام بولي او زياتوي چې د دې ناستې د ډېرو ګډونوالو ترمنځ ډېر مشترک ټکي شته او کېدای شي په راتلونکو ورته ناستو کې د سولې په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
دی وايي: "د دې غونډې ټولو ګډونوالو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو موافقه لرله، ټول د بين الافغاني خبرو طرفدار وو، ټولو په نظام کې د تغيير راوستل غوښتل او له ټولو سره ما دا روحيه درک کړه چې واقعاً له جګړې ستړي دي او په اخلاص او صداقت سره سوله غواړي."
د ده په وينا، کېدای شي له دې وروسته ورته نورې غونډې هم جوړې شي چې "انشاءالله د هېواد ماته کښتۍ به ساحل ته وباسي."
د سياسي چارو بل شنونکى غلام جيلاني ځواک هم وايي چې د مسکو ناسته که د ټول ملت استازولي نه شي کولاى، نو د ملت د يوې سترې برخې استازولي کولای شي؛ ځکه چې د ډېرو ګوندونو استازي او مطرح سياسي څېرې په کې ګډون لري.
د ده په وينا، داسې غونډو ته معمولاً د مطرح ګوندونو او د هغو ډلو استازي ورغوښتل کېږي چې د قدرت په لوبه کې يو څه برخه لري او ځان د هېواد په بېلابېلو مسايلو کې دخيل ګڼي.
هغه زياتوي چې د مسکو په ناسته کې هم ډېر کسان دغه صفتونه لري.
دى وايي: "د مسکو په ناسته کې تر ټولو مهمه دا ده، هغه متخاصمې ډلې چې پرون سره ورانې وې، نن پر يو مېز ناستې دي، نو د هغوی ترمنځ د پخلاينې او تفاهم خبره هم ډېره مهمه ده."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن