ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د مسکو ناسته سياسي علمي بحث و، اجرائيوي پايلې نه لري

حکومت: د مسکو ناسته سياسي علمي بحث و، اجرائيوي پايلې نه لري

author avatar
7 Feb 2019 - 14:34
حکومت: د مسکو ناسته سياسي علمي بحث و، اجرائيوي پايلې نه لري
author avatar
7 Feb 2019 - 14:34

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): د افغانستان حکومت د مسکو ناستې په اړه په خپل رسمي غبرګون کې ويلي چې دا د سولې په تړاو يو علمي سياسي بحث و، اجرائيوي پايلې نه لري.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سياستوالو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مسکو دوه ورځنۍ ناسته تېره شپه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پاى ته ورسېده.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د سلواغې په ١٨مه د يادې ناستې او اعلاميې په اړه د حکومت غبرګون خپور کړى دى.

هغه زياته کړې، له طالبانو سره د ځينو افغان سياستوالو غونډه چې د روسيې په بلنه په مسکو کې ترسره شوه، د سولې مذاکرات نه، بلکې د سولې په اړه يو سیاسي او علمي بحث و.

د چخانسوري په وينا،  هغه اعلاميه چې د غونډې په پای کې خپره شوه، د دې دوه ورځنۍ غونډې لنډيز دی چې د سولې په برخه کې اجرائيوي پايلې نه لري.

دغه اعلاميه د ماليې د پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال له خوا د ناستې په پاى کې ولوستل شوه.

په دې اعلاميه کې له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو پر وتلو او بين الافغاني مذاکراتو ټينګار شوى دى.

په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه چې دا ډول بله ناسته به په قطر کې ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.