د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: د ملي بنسټونو په اړه نامسووله څرګندونې غندو

خلک: د ملي بنسټونو په اړه نامسووله څرګندونې غندو

Feb 07, 2019 - 16:19

ښرنه-ګردېز(پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): د پکتيکا او پکتيا ولايتونو سلګونو اوسېدونکو د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او هغوی يې وستايل.

د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو نن د سلواغې په ١٨مه د يوه لاريون په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

خلکو د "افغان ځواکونه دې ژوندي وي"، "امنيتي ځواکونه د هېواد او خلکو ساتونکي دي" او ورته نور شعارونه ورکول او ويل يې چې که د امنيتي ځواکونو قربانۍ نه وای، ښايي هېواد به تر دې په خورا ناوړه حالت کې و.

قومي مشرخورشيد امان کټوازي پژواک ته وويل چې د دې لاريون موخه د امنيتي ځواکونو ملاتړ او د هغوی د مورال لوړول دي.

کټوازي د امنيتي ځواکونو په اړه په قطر کې د وسله والو طالبانو د استازي وروستۍ څرګندونې په کلکه وغندلې او ويې ويل چې خلک دې ډول سولې ته لېواله نه دي.

دی وايي:((امنيتي ځواکونو د سر په بدله د خپلې خاورې او ولس دفاع کړې، په دې لاره کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي او افغانستان له کلونو وورسته د يوې روزل شوې اردو خاوند شوی، چې له منځه وړل يې خيال او خوب او هيچا ته د منلو نه دی.))

مدني فعال محمد الله همتيار وايي، چې پکتيکاوال د نورو هېوادوالو په څېر د امنيتي بنسټونو او بين الافغاني سولې ملاتړي دي، خو په دې شرط چې ملي ارزښتونه او ګټې خوندي پاتې شي.

همتيار وويل:((سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو په دې شرط چې له سولې سره مو ژوند لا نور ښه شي، نه دا چې دا شته څه مو هم لوټ شي. افغانان يوازې د خپلمنځي تفاهم لارې ګټورې پايلې ته رسېدلی شي او دا کار د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو له لارې کېدی شي.))

د لاريون په پاى کې د پکتيکا د والي مرستيال شېربادشاه اورګوني له خلکو مننه وکړه چې تل يې په مهمو ملي مسايلو يې غږ پورته کړی او وايي چې اوس خلکو د هېواد دښمنان ښه پېژندلي او تل به د خپلو امنيتي ځواکونو سره همکار وي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيا په لويه څمکني ولسوالي کې هم د يادې او سرحدي ډنډپټان ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي د امنيتي بنسټونو په ملاتړ راوتلي و او له افغان سياستوالو يې وغوښتل چې د سیاسي ګټو او موقف لپاره دې ملي ګټې له ګواښ سره نه مخ کوي.

د دوی له ډلې عبدالقادر قالو پژواک ته وويل:((بدبختي خو دا ده چې زموږ ځينې په نوم سياستوال په دې بده ورځ هم د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، د سولې پروسه ډېر مهم وخت دی او په کار ده چې ټول يې په يو غږ او ټولو امکاناتو د هېواد په ګټه د تر سره کېدو هڅه وکړي، نه دا چې لکه غله په يوه او بل ځای کې سره پنډ شي.))

يو تن سرتېری درمحمد وايي د خلکو دا پراخ ملاتړ يې مورال خورا لوړوي او د عسکري لوړې سره سم به د ژوند تر پايه د خلکو او هېواد ساتنه وکړي.

ده وويل:((موږ شپه او ورځ له هر ډول غفلت پرته د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره اماده يو، هر ډول دښمن ته په مېړانه ولاړ يو. نن مو چې د خلکو دومره مينه وليده، موږ ته لا ډېر ډاډ او مورال راکوي چې په لا قوت خپلې دندې ته دوام ورکړو.))

ياده دې وي چې د وسله والو طالبانو د استازي د وروستيو څرګندونو او د سولې خبرو د سياسي کېدو او په خپله ګټه د څرخولو پر خلاف په نورو ولايتونو کې هم خلکو لاريونونه کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement