د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور په «خارقل» دره کې د واورې ښویېدنې له امله بندو مسافرو د مرستې غوښتنه کړې

پېښې

آرشيف

د غور په «خارقل» دره کې د واورې ښویېدنې له امله بندو مسافرو د مرستې غوښتنه کړې

Feb 07, 2019 - 16:11

فیروزکوه (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۷): د غور ولایت د لعل او سر جنګل ولسوالۍ په «خارقل» دره کې په واوره کې د بندو مسافرو یو خپلوان وايي چې له تېرې ورځې راهیسې شاوخوا ۲۰۰ مسافر په واورو کې بند پاتې دي او تر اوسه یې هېچا د ژغورولو اقدام نه دی کړی.

په یاده سیمه کې د بند پاتې کسانو خپلوان محمد رضا مومني چې اوس د کابل ښار په یوه مسافرخونه کې اوسېږي، پژواک ته وویل، څلور ورځې مخکې شاوخوا ۲۰۰ مسافر له غور څخه کابل ته پر لاره وو، چې د غور د لعل و سرجنګل او بامیانو د پنجاب ولسوالۍ ترمنځ په «خارق» دره کې د واوره ښویېدو له امله بند پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه، په یادو مسافرو کې چې په ۱۲ «فلاینکوچ» موټرو کې ماشومان، ښځې، سپين ږیري او ناروغان هم شامل دي.

د ده په خبره چې تره، د تره زوی او زوی یې په بند پاتې کسانو کې شامل دي او په دې دره کې له بد وضعیته سر ټکوي.

د ده په خبره، په یاده سیمه کې ټيلېفون کار نه کوي ځو ځیني کسان له پلي تک وروسته د مخابراتي شبکو پایو ته ځان رسولی او له خپلوانو سره یې اړیکه نیسي.

مومن روښانه کړه، په یاده دره کې یې د کسانو له بند پاتې کېدو وروسته له سیمه ییزو چارواکو لکه والي، امنیه قوماندان، ولایتي شورا، د لعل و سرجنګل ولسوالۍ امنیه قوماندان، عامه ګټو، له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره او حتی له ملي شورا او ۲۰۷ ظفر قول اردو او ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه نیولې خو تر اوسه په دې اړه هېڅ بنسټ اقدام نه دی کړی.

هغه روښانه کړه، له دې امله چې مسوولین د خلکو له نیوکو سره مخ نه  شي وايي، په تړاو یې اقدام کړی او اړیکه په تند غبرګون پرې کوي.

په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، د خارقل درې هغه برخه چې په غور ولایت پورې اړه لري، پاکه شوې او مسافر کولای شي د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته را وګرځي.

نوموړي د دې په څرګندولو چې تر اوسه یې هېڅ مسافر له سیمې نه دی ایستلی، وویل، په لعل و سرچنګل ولسوالۍ کې یې کابل ته د تلونکو مسافرو مخه نیولې.

هغه تاییدوي چې د خارقل درې لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

خطیبي چې په واوره کې د بندو پاتې مسافرو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري وايي، په خارقل دره کې د مسافرو لپاره د هوټلونو او مسافر خونو په ګډون ټول امکانات شته او هېڅ مسافر په غرونو کې نه دی پاتې او ټولو ځانونه امن ځایونو ته رسولي دي.

په ورته وخت کې د بامیانو د فواید عامې ریاست سرپرست غلام نبي فقیري پژواک ته وویل، لس مسافر وړونکي موټر له سپرلۍ سره یو ځای د خارقل په دره کې بند پاتې دي خو ځای يې مناسب دی.

هغه مني چې وروستیو واورو د خارقل لاره بنده کړې او په دې سیمه کې څو ځله واوره ښویېدنه رامنځته شوې خو د پاکولو چارې یط په شدت روانې دي.

هغه وویل، د واورې ښویېدو عرض له سلو مترو ډېر او لوړوالی یې پنځه متره دی او له امله یې لاره بنده شوې ده.

قنبري زیاته کړه، د غور برخه نن پاکه شوې او د بامیانو په برخه کې دوه لودر کار کوي او تر راتلونکې ورځې به پاکه شي.

هغه زیاته کړه، توفان او سخت باد یې کاري چارې له ځنډ سره مخ کړې خو سره له دې هم شپه او ورځ د پاکولو چارې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ درې کسان چې د تولک ولسوالۍ جواجه کلي ته روان و په واوره کې بند پاتې شوي او یوه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان د مسوولینو لخوا روغتون ته انتقال شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement