ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- جلال اباد پر لویه لار ترافيکي پېښه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل- جلال اباد پر لویه لار ترافيکي پېښه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Feb 2019 - 14:28
د کابل- جلال اباد پر لویه لار ترافيکي پېښه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Feb 2019 - 14:28

مهترلام (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا يوه بجه د کابل ــ جلال اباد په لويه لار د قرغيو ولسوالۍ اړوند د خيروخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د دوو کرولا موټرو ترمنځ ټکر شوى چې له امله يې درې ماشومان او درې ځوانان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

دولتزي وويل چې ټپيان نږدې روغتيايي مرکز ته انتقال شوي او اوس مهال يې روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د نوموړي په وينا، امنيتي مسوولينو ويلي چې پېښه د ټوډي موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.