ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د سرتېرو د تلفاتو مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو يوه وي

غني: د سرتېرو د تلفاتو مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو يوه وي

author avatar
7 Feb 2019 - 17:16
غني: د سرتېرو د تلفاتو مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو يوه وي
author avatar
7 Feb 2019 - 17:16

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني د پوليسو ځانګړو قطعاتو ته په خطاب کې ويلي، هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغه دښمن دی او بايد له منځه يې يوسي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د یو کلنو کړنو د ارزونې سیمینار اختتامیه غونډه کې  ګډون او وینا وکړه.

سرچينه زياتوي، د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر وویل، دغه کلني سیمینارونه د ځواکونو مسلکي روزنه او د تلفاتو مخنیوي کې حیاتي ارزښت لري.

هغه زیاته کړه، د ځانګړو قطعاتو منسوبین مرګ په سترګو ویني، مګر له مرګ څخه نه وېرېږي، بلکې مرګ له دوی تښتي.

غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د سرتېرو د تلفاتو مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو څخه یوه وي.

د ده په وينا، پر ځانګړو قطعاتو چې د عامو خلکو او ملي پولیسو په ژغورنه کې مهم رول لري، نوره پانګونه او وړاندیزونو ته یې پاملرنه کېږي

هغه وویل، هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغه دښمن دی او له منځه یې یوسئ.

هغه زیاته کړه: "زه د هغو کسانو له ډلې څخه نه یم چې یوه ورځ یې دوست او بله ورځ یې دښمن بولي. د دښمن په اړه زما تعریف واضح دی، د دوی خپل اعمال یې ثابتوي چې دښمنان دي."  

ولسمشر د پولیسو د ځانګړو قطعاتو منسوبینو ته په خطاب کې وویل: "موږ سوله غواړو، خو سوله په کمزورۍ نه، بلکې ستاسو په توره او قوت کېږي. ستاسو په حضور او موجودیت کې دولت د سولې ګدایي نه کوي او نه هم موږ په کمزوري حالت کې یو."

هغه زیاته کړه،  موږ باعزته سوله غواړو چې د ځواکونو ځای په کې هغه وي چې قانون ټاکلی او ده ورباندې پانګونه کړې ده.

محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، هیڅوک هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په سپکه نه شي کتلی، ځکه دوی د افغانستان د عزت او حیثیت ساتندویان دي. زموږ امنیتي ځواکونه ملي، مسلکي او غیر سیاسي دي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال عبدالصبور قانع، د پولیسو د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندان مل پاسوال میراحمد عظیمي او د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د تعلیمي مرکز قوماندان سمونمل سید نورحسن ولسمشر ته د ښه راغلاست پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ده د همېشنۍ پاملرنې قدرداني وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.