ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

author avatar
7 Feb 2019 - 15:59
د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه
author avatar
7 Feb 2019 - 15:59

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): د ايرلينډ پر وړاندې د کرکټ سياليو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي د سلواغې په ١٨مه په يوه خبري ناسته کې هیله څرګنده کړه، څو دغه سیالۍ له یوه اړخه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په برخه کې اغېزناکې تمامې شي او له بل لوري دغه لوبلړۍ د افغانستان په ګټه ثبت شي.

هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې له دې وړاندې د هندوستان په چنای او اوسمهال د یاد هېواد په بنګلور ښار کې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پيل کړی چې دغه کمپ به د ملي لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې غوره رول ولوبوي.

هغه د ایرلنډ پر وړاندې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره د اصغر افغان کپتان، عثمان غني، حضرت الله ځاځي، نجیب تره کي، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق ویکټ ساتونکی، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، فرید ملک، سید شېرزاد، ضیاء شریفي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او شرف الدین اشرف نومونه واخیستل.

دغه راز نوموړي د یو ورځنیو لوبو لپاره هم د ملي لوبغاړو هر یوه اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه، محمد شهزاد، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځي، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، سمیع الله شینوراي، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، ګلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، فرید ملک، سید شېرزاد، مجیب ځدراڼ او ظاهرخان نومونه په ډاګه کړل.

نوموړي سربېره پر دې د ټيسټ لوبې لپاره هم لوبډله اعلان کړه او په دې کې یې د اصغرافغان لوبډلمشر، شهزاد محمدي، احسان جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه زرمتي، ناصر جمال، حشمت شاهدي، اکرام علي خېل، محمد نبي عیسی خېل، راشد ارمان، وفادار، یمین احمدزي، شرف الدین اشرف او وقار سلام خېل نومونه واخیستل.

د یادولو ده، د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان اسلامي بانک سیالیو لوبلړۍ د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه پیل او د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.