خوست ښار (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۷): په خوست کې په يوه کور کې د چاودنې له امله د دوو سړيو او يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور ټپيان دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نوروزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه ٧ بجې د دې ولايت د مرکز اړوند د ګلزار اکا په سيمه کې په يوه کور کې شوې ده.
نوموړي د چاودنې د نوعيت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د پلټنې لپاره سيمې ته د دوی پرسونل تللی او جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.
خو د امنيه قوماندانۍ يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل چې دغه کسان د ماين پر جوړولو لګيا وو چې پرې چاودلی دی.
د سرچينې په وينا، په چاودنه کې د ياد کور دوه سړي او يوه ښځه وژل شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور ژوبل دي.
په همدې حال کې د خوست د ملکي روغتون مسوولين وايي، له دې پېښې يې ورته څوک نه دي ور وړي، خو په خوست ښار کې د بابري ګل په نوم د شخصي کلينيک يو تن ډاکټر پژواک ته وويل، چې دوی ته تېره شپه د پېښې له ځايه دوه مړي او درې ټپيان ور وړل شوي دي، چې په مړو کې يوه ښځه هم شامله ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن