کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې هدف یې افغانستان ته سوله راوستل دي، نه د امريکايي ځواکونو ايستل.
زلمي خليلزاد دغه څرګندونې پرون د واشنګټن د سولې په انسټيټيوټ کې د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په اړه په يوه ازاد بحث کې وکړې، دغه راز يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
هغه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په راتلونکي کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور مشروط دى، خو ناڅاپي یې نه وباسو.))
دا په داسې حال کې چې د طالبانو د قطر دفتر يوه غړي څو ورځې مخکې رسنيو ته ويلي وو چې يو شمېر امريکايي ځواکونه په روانو دوو درېيو مياشتو کې له افغانستانه وځي.
خليلزاد وايي: ((د ولسمشر ټرمپ په سپارښتنه زما عمده هدف دا دى چې د افغانستان په تړاو له طالبانو سره د سولې تړون وشي، نه د ځواکونو د وتلو تړون.))
د هغه په وينا، د سولې له تړون سره بيا د ځواکونو وتلو ته لاره هوارېږي، اوس مهال امريکا د ځواکونو پر وتلو خبره نه کوي.
د امريکا ځانګړى استازى وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سوله وشي، يو شمېر نور موضوعات بايد هوار کړل شي.
خليلزاد ويلي، اوس یې د سولې په خبرو کې پر دوو شيانو ډېر تمرکز کړى، له ترهګرۍ سره مبارزه او بله د امريکايي ځواکونو وتل.
هغه زياته کړې: ((له ډېرو خبرو وروسته په اصولو کې له طالبانو سره پر يوه ميکانيزم يوې موافقې ته رسېدلي چې داسې ضمانت ورکړل شي، څو هېڅ ترهګره ډله، نړيوالې ترهګرې ډلې او اشخاص د دې وړتيا ونه لري چې له افغانستانه بيا ناوړه استفاده وکړي، د امريکا او متحدينو ضد کړنې ترسره کړي.))
د امريکا ځانګړى استازى وايي چې په راتلونکي کې هم له طالبانو سره ګوري او ښايي د شوو ژمنو او موافقو په اړه نور پرمختګونه هم وشي.
دى زیاتوي: ((امريکا او طالبانو په اصولو کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر يوه ميکانيزم هوکړې ته رسېدلي چې دا به د سولې د تړون يوه برخه وي.))
د خليلزاد په وينا، دغه راز امريکا له افغان حکومت سره هم پر دغو موضوعاتو پر خبرو بوخته ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن