ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: پاکستان ملا برادر زما په غوښتنه خوشی کړ

خليلزاد: پاکستان ملا برادر زما په غوښتنه خوشی کړ

author avatar
9 Feb 2019 - 09:18
خليلزاد: پاکستان ملا برادر زما په غوښتنه خوشی کړ
author avatar
9 Feb 2019 - 09:18

واشنګټن (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى ډاکتر زلمى خليلزاد وايي چې پاکستان ملا برادر د ده په غوښتنه خوشی کړى دى.

د طالبانو پخوانى مرستيال ملا عبدالغني برادر چې له تېرو نهو کلونو راهيسې پاکستان بندي کړی و، څو موده مخکې خوشی شو او اوس د طالبانو د قطر د دفتر د مشر په توګه ټاکل شوى دی.

زلمي خليلزاد پرون د واشنګټن د سولې په انسټيټيوټ کې د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په اړه په يوه ازاد بحث کې ګډون وکړ او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

هغه وويل، که چېرې پاکستان له افغان سولې سره سمه همکاري وکړه، نو د اسلام اباد اړيکې له کابل او واشنګټن سره ښې کېداى شي.

د نوموړي په وينا، پاکستان له تاريخي پلوه په افغان شخړه او سوله کې مثبت رول نه دى لوبولى، خو د ملا عبدالغني برادر په خوشې کولو سره يې يو څه مثبت اقدام کړى دى.

خو زلمي خليلزاد د يوې پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړه چې پاکستان ملا برادر د ده په غوښتنه خوشی کړی او هغه په سوله کې مهم رول لوبولى شي.

هغه زياتوي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر اشرف غني هم څو ځلې ويلي، چې ملا برادر په سوله کې رول لوبولى شي او د هغه په خوشې کېدلو سره د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې ممکنې شوې.

نوموړى ادعا کوي چې پاکستان د بين الافغاني مذاکراتو او له افغان حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو پلوي کوي.

د ده په وينا، د طالبانو او حقاني ډلې له امله د امريکا او پاکستان اړيکې چندان ښې نه دي، خو اوس وايي چې دوى د سولې له پروسې ملاتړ او امريکا يې هرکلى کوي.

له طالبانو سره د خپلو وروستیو ناستو او خبرو اترو په تړاو زلمى خليلزاد وايي چې له دغو ناستو يې ډېرې په پاکستان کې نه، بلکې په نورو هېوادونو کې وې.

هغه زياته کړې، افغان سوله د کابل او اسلام اباد اړيکو له ښه کېدو سره هم مرسته کوي، دغه راز د سيمې هېوادونو ته يې هم ګټې رسېږي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې زلمي خليلزاد ويلي چې ولسمشر ټرمپ او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم له پاکستان سره ښو اړيکو ته اشاره کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.