ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څېړنې عالي اداره: سږ کال د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو له ضایع کېدو مخنیوی شوی

د څېړنې عالي اداره: سږ کال د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو له ضایع کېدو مخنیوی شوی

author avatar
9 Feb 2019 - 16:14
د څېړنې عالي اداره: سږ کال د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو له ضایع کېدو مخنیوی شوی
author avatar
9 Feb 2019 - 16:14

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۷): په ۱۳۷۹ کال کې، د څېړنې ادارې د تفتیش په پایله کې څه باندې ۴،۸ میلیارده افغانۍ تثبیت او د دولت په خزانه کې شاملې شوې دي،  په ۱۷ دوسیو کې دولت ته څه باندې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ زیان تثبیت شوی دی.

د څېړنې عالي اداره د بودجوي، مرکزي، محلي، ښاروالیو، تصدي ګانو، دولتي شرکتونو او له هېواده بهر د افغانستان د سیاسي استازولیو مالي او حسابي چارې څېړې.

د یادې ادارې وياند محمد اصف احمدزوی چې نن يې په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبرې کولې، وویل چې څه باندې ۴،۸ میلیارډه افغانۍ او نږدې ۷۲ زره امریکايي ډالرچې د دې ادارې د قواعدو او مقرراتو له مخې د څېړنو په پایله کې تثبیت او د دولت د حق ترلاسه کولو لپاره اړوندو ادارو ته ابلاغ شوې وې، د دولت خزانه کې شاملې شوې دي.

نوموړي دې پيسو ته په اشارې وویل: ((د مرکزي او محلي بودجوي اداراتو، تصدۍ ګانو، ښاروالیو او عوایدو د څېړنې په پایله کې د روان کال په اوږدو کې د نږدې ۵ ملیارده افغانیو له حیف او میل کېدو مخنیوی شوی دی.))

همداراز نوموړي زیاته کړه چې په ۱۳۹۷ کال کې له عامه شتمنیو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو ۱۷ دوسیې ترتیب شوي چې له مخې یې ۵۵۲ میلیونه افغانۍ او دوه میلیونه ډالره دولت ته اوښتی زیان تثبیت شوی دی.

نوموړي له جزئیاتو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۱۷ دوسیو په شکمنو کې د وزیرانو، مرستیالانو او والیانو په ګډون یو شمېر دولتي چارواکي شامل دي.

نوموړي په ټوله کې، د نږدې ۵۰۰ ادارو، د ۱۳۹۶ کال قطعیې حساب، د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستندویه صندوق په ګډون د نړیوال بانک د څلوېښت پروژو او داسې نورو برخو په تړاو څېړنه د دې ادارې د ۱۳۹۷ کال له کړنو څخه وبللې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.