ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار او هلمند عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار او هلمند عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Feb 2019 - 18:24
د کندهار او هلمند عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Feb 2019 - 18:24

کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۷): د کندهار د معروف او ارغستان ولسوالیو تر منځ د وام درې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په کندهار کې د مېشتې (۰۳) قطعې ځانګړو ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال یې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ یې نیولي دي.

د کندهار د معروف او ارغستان ولسوالیو تر منځ په وام دره کې له تېرو دریو ورځو راهیسې عملیات پيل شوي چې د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود او د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان دغې سیمې ته تللي وو.

د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو عملیاتو هدف معروف او ارغستان ولسوالیو ته عځېدلې لارې خلاصول او په سیمه کې د وسله والو د فعالیتونو مخنیوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه عملیات افغان ځواکونه مخ ته وړي او بهرني ځواکونه یې هوايي ملاتړ کوي.

دی وايي، په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز ده خبر ورکړ چې د عملیاتو پر مهال یې د زابل د ښار صفا لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال هم نیولی دی.

خو د وسله وال طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دوی ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي او وايي، په دغه سیمه کې د دولتي ځواکونو عملیاتي قوه د دوی تر بریدونو لاندې راغلې او ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

بل خوا په کندهار کې د مېشتې (۰۳) قطعې ځانګړو ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال یې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ یې نیولي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عملیات تېره شپه د دغې ولسوالۍ په ساروان کلا سیمه کې شوي دي.

د ده په خبره، د ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د ۲۵ وسله والو د وژل کېدو او ۱۰ تنو د نیول کېدو تر څنګ د هغوی يو پټنځای او ۴ کورونه ویجاړ کړي، ۶ موټر، ۵ موټرسایکل او په زیاته اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي یې نیولي او له منځه وړي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه کوماندو ځواکونو د دغې ولسوالۍ د پوزۍ خانانو او بارکزو کلیو په سیمو کې د چورلکو په وسیله چاپه وهلې او بمبار یې کړی چې ۱۱ ملکي وګړي یې وژلي او ۱۵ تنه ښځې او ماشومان یې ټپیان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.