ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکو په هر ډول حالت کې له هېواد او خلکو د دفاع ډاډ ورکړ

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکو په هر ډول حالت کې له هېواد او خلکو د دفاع ډاډ ورکړ

author avatar
9 Feb 2019 - 15:29
د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکو په هر ډول حالت کې له هېواد او خلکو د دفاع ډاډ ورکړ
author avatar
9 Feb 2019 - 15:29

ګردېز (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ۲۰۳ قول اردو چارواکي وايي چې د دې قول اردو د ځواکونو وړتياوې لوړې شوې او په پوځي عملياتو کې يې ښه پايله هم درلوده.

د يادې قول اردو قوماندان تورن جنرال دادان لونګ د توپچي ځواک د يوه ټولي د فراغت او توپچي اجرااتو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول پوځي ټولي په بېلابېلو جنګي توپونو او لويو هاوانونو سمبال شوي دي.

لونګ وايي چې د دې قول اردو مسووليت د اوو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د نظامي عملياتو ترسره کول او د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسله والو تر توپچي بريدونو لاندې راوستل دي.

جنرال لونګ زياته کړه چې له ملي پوځ سره د خلکو لېوالتيا او همکاري خورا زياته ده او د هوايي ځواک په مرسته يې په ځينو سيمو کې مهم بريالي عمليات هم ترسره کړي دي.

دغه راز د توپچي نوي فارغ شوي ټيم مشر بريدمن سيداغا افغانيار پژواک ته وويل چې فارغ شويو سرتېرو پوره زده کړې او کولای شي په هره سيمه کې په ښه ډول خپله دنده ترسره کړي.

افغانيار وايي: ((دوی کولی شي چې په هر ډول شرايطو کې خپله وظيفه ترسره کړي او د هر ډول دښمن په مقابل کې غاښ ماتوونکی ځواب ورکولی شي. موږ د دغه هېواد بچي يو او په باد، باران، يخ، واوره، ګلۍ، ګرمي او هر ډول شرايطو کې اماده يو چې له خپل هېواد نه دفاع وکړو.))

د توپچي ځواک روزل شوی سرتېری ظابط حيران وايي چې امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې مسلکي کېږي او په بېلابېلو برخو کې له مجربو استادانو زده کړې ترلاسه کوي.

حيران پژواک ته وويل چې په وروستيو کې د خلکو له خوا د امنيتي ځواکونو پراخ ملاتړ يې مورال خورا لوړ کړی او په بشپړ چمتووالي هوډ لري چې د هېواد په هره څنډه کې پوځي دنده ترسره کړي.

دی وايي: ((که پر موږ ډېره سختي راشي هم خپلې وظيفې ته اماده يو، خپله وظيفه ترسره کوو او انشاالله کم نه راځو. خلکو بېخي ډېر مورال راکړی، موږ ته وايي چې پر تاسو ډاډه او باوري يو، په همدې اساس چې موږ هر حرکت کړی، يوه ښه نتيجه يې لرلې ده.))

د يادونې ده چې ۲۰۳ تندر قول اردو د اوو ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا، خوست، غزني، باميان او ميدان وردګو نظامي مسووليت لري چې دمګړۍ يې له باميان پرته په نورو ولايتونو کې نظامي عمليات هم روان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.