کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۷): د کندهار ولایتي شورا دغه ولایت ته د نوي والي له ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلی او وايي چې دغه کال د دوی له مشورې پرته شوی دی.
د ولسمشر د حکم له مخې، د ننګرهار پخوانى والي حيات الله حيات د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی چې لا يې دنده نه ده پیل کړې.
خو د کندهار ولایتي شورا وايي ولسمشر په دې اړه له دوی سره مشوره نه ده کړې.
په دې اړه د کندهار په ولایتي شورا کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې د ولایتي شورا د غړو تر څنګ په کې یو شمېر مشرانو ګډون کړی و.
غونډې ته د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال په خپله وینا کې وویل، ولسمشر ژمنه کړې وه چې د والي په ټاکلو کې به د کندهار له مشرانو سره مشوره کوي.
خو دی وايي، ولسمشر له دوی سره له مشورې پرته د ننګرهار مخکنی والي د کندهار د والي په توګه ټاکلی چې دوی ته د منلو وړ نه دی.
د ده په خبره، دوی شخصاً له نوي والي سره مخالفت نه لري، خو د دغه ولایت لپاره چې هر څوک د والي په توګه ټاکل کېږي، باید له مشرانو سره مشوره وشي.
هغه زیاته کړه، تر هغه نوي والي ته د کار پیلولو اجازه نه ورکوي، څو د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د څېړنې دوسیه بشپړه شوې نه وي.
دی وايي، د دوی دغه مخالفت د حکومت مخالفت نه دی، بلکې غواړي چې ولسمشر د دغه ولایت مشرانو ته په درنه سترګه وګوري او مشوره ورسره وکړي.
د ولایتي شورا غړي نعمت الله وفا هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، د والي په ټاکل کېدو کې باید د دغه ولایت له خلکو سره مشوره وشي.
د اسحاقزو د قومي شورا مشر جمعه ګل وویل، کله چې ستونزې وي او یا د رایې غوښتو خبرې وي، نو بیا ورسره مشوره کېږي، خو د والي په ټاکل کېدو ورسره مشوره نه کېږي.
دی وايي، په کندهار کې هم ډېر کدرونه شته، ولسمشر دې د کندهار له مشرانو سره په مشوره د هغوی له منځه یو د والي په توګه وټاکي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن