ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي: د “جام غور” منار پر پوسته د طالبانو بريد پر شا تمبول شوی

امنیتي چارواکي: د “جام غور” منار پر پوسته د طالبانو بريد پر شا تمبول شوی

author avatar
9 Feb 2019 - 18:36
امنیتي چارواکي: د “جام غور” منار پر پوسته د طالبانو بريد پر شا تمبول شوی
author avatar
9 Feb 2019 - 18:36

فیروزکوه (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۷): د غور پولیس وايي، د دې ولایت په منار جام پوستې د طالبانو بريد پر شا تمبول شوی دی؛ خو خورې ورې نښتې جریان لري.

د غور امنیه قوماندان مل پاسوال شاه اغا شتاب، پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو نن شاوخوا ۱۲ بجې د شهرک ولسوالۍ جام کلي له استقامت څخه د منارجام پر امنیتي پوسته برید وکړ.

هغه زیاته کړه چې طالبان په دې برید کې مات شوي او د منار جام ساتونکو له لوري پرشا تمبول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په یاد برید کې یو ملي پولیس ټپي شوی او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه چې نښته اوس هم خوره وره او په وقفه يي ډول دوام لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.