د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلزاد: هدف مو په افغانستان کې د سولې راوستل دي، نه د ځواکونو ايستل

خليلزاد: هدف مو په افغانستان کې د سولې راوستل دي، نه د ځواکونو ايستل

Feb 09, 2019 - 11:46

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې هدف یې افغانستان ته سوله راوستل دي، نه د امريکايي ځواکونو ايستل.

زلمي خليلزاد دغه څرګندونې پرون د واشنګټن د سولې په انسټيټيوټ کې د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په اړه په يوه ازاد بحث کې وکړې، دغه راز يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

هغه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په راتلونکي کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور مشروط دى، خو ناڅاپي یې نه وباسو.))

دا په داسې حال کې چې د طالبانو د قطر دفتر يوه غړي څو ورځې مخکې رسنيو ته ويلي وو چې يو شمېر امريکايي ځواکونه په روانو دوو درېيو مياشتو کې له افغانستانه وځي.

خليلزاد وايي: ((د ولسمشر ټرمپ په سپارښتنه زما عمده هدف دا دى چې د افغانستان په تړاو له طالبانو سره د سولې تړون وشي، نه د ځواکونو د وتلو تړون.))

د هغه په وينا، د سولې له تړون سره بيا د ځواکونو وتلو ته لاره هوارېږي، اوس مهال امريکا د ځواکونو پر وتلو خبره نه کوي.

د امريکا ځانګړى استازى وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سوله وشي، يو شمېر نور موضوعات بايد هوار کړل شي.

خليلزاد ويلي، اوس یې د سولې په خبرو کې پر دوو شيانو ډېر تمرکز کړى، له ترهګرۍ سره مبارزه او بله د امريکايي ځواکونو وتل.

هغه زياته کړې: ((له ډېرو خبرو وروسته په اصولو کې له طالبانو سره پر يوه ميکانيزم يوې موافقې ته رسېدلي چې داسې ضمانت ورکړل شي، څو هېڅ ترهګره ډله، نړيوالې ترهګرې ډلې او اشخاص د دې وړتيا ونه لري چې له افغانستانه بيا ناوړه استفاده وکړي، د امريکا او متحدينو ضد کړنې ترسره کړي.))

د امريکا ځانګړى استازى وايي چې په راتلونکي کې هم له طالبانو سره ګوري او ښايي د شوو ژمنو او موافقو په اړه نور پرمختګونه هم وشي.

دى زیاتوي: ((امريکا او طالبانو په اصولو کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر يوه ميکانيزم هوکړې ته رسېدلي چې دا به د سولې د تړون يوه برخه وي.))

د خليلزاد په وينا، دغه راز امريکا له افغان حکومت سره هم پر دغو موضوعاتو پر خبرو بوخته ده.

هغه هيله څرګنده کړې، کله چې په يادو دوو موضوعاتو کې پرمختګ وشي، نو بيا پر نورو موازي موضوعاتو خبرې او پرمختګ کېداى شي.

ده زياته کړې: ((څو چې پر ټولو مواردو هوکړه نه وي شوې، په بېړه او لنډ وخت کې د سولې تړون ناممکن دی.))

د امريکا استازى خليلزاد وايي، د افغانستان له ولسمشريزو ټاکنو مخکې د سولې تړون ممکن دی خو هغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې دا مسئله هواره شي.

د ده په وينا، د امريکا له نظره د سولې تړون بايد ژر تر ژره وشي او دا د افغانستان په ګټه هم دی چې که له ولسمشريزو ټاکنو مخکې هوکړې ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي ١٣٩٨ لمريز کال د چنګاښ په ٢٨مه ترسره شي.

خليلزاد وايي، له ټاکنو مخکې د سولې تړون به سوله ييزو او پر امنه ټاکنو ته هم لاره هواره کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement