مزارشريف (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۷): د بلخ ولايت سوداګر وايي چې له ګاونډي هېواد ازبکستان سره د تجارت په برخه کې د اسانتياوو په رامنځته کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ وده کړې، خو د رېل له زياتې کرايې شکايت کوي.
دوی زياتوي چې د موټرو د ترانزيټ تر څنګ د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو صادرات او واردات لوړې کچې ته رسېدلي دي.
خو يو شمېر سوداګر بيا د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو په برخه کې د لګښت له زياتوالي شکايت لري.
افغان سوداګر حاجي خيرالدين مايل پژواک ته وويل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګريزې اړيکې په وروستيو مياشتو کې تر ټولو ښه پړاو ته رسېدلې دي.
د هغه په وينا، پخوا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترانزيټ په برخه کې ځيني مشکلات وو، خو په خبره يې چې په وروستيو مياشتو کې يادې ستونزې حل شوې دي.
د هغه په وينا، د رېل پټلۍ له لارې د وارداتو په برخه کې هېڅ ډول ستونزې نشته؛ خو زياتوي چې د صادراتو په برخه کې لا هم يو لړ ډېرې وړې ستونزې شته چې د حل کولو لپاره يې کوششونه روان دي.
ياد سوداګر وويل: ((له استثنا پرته هره ورځ د رېل په وسیله واردات کېږي؛ همدا راز صادرات هم له همدې لارې ازبکستان ته ځي؛ خو اوس هڅه روانه ده چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو اروپا ته د افغان صادراتو برخه کې نور سهولتونه هم رامنځته شي.))
د هغه په وينا، د رېل پټلۍ له لارې له ازبکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې کوم د پام وړ ستونزه نشته او خصوصي سکتور هڅه کوي چې اسانتياوې نورې هم زياتې شي.
مايل وايي، د رېل پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو کرايه د موټر او کانټينر په پرتله ډېره کمه او مناسبه ده.
نوموړی زياتوي چې حيرتان بندر د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې مهم او حياتي حيثيت پيدا کړی او د ټول هېواد سوداګر پر دې لاره روانې سوداګرۍ ته خوشبينه دي.
په ورته وخت کې بيا يو شمېر سوداګر په حيرتان بندر کې د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو د کرايې له لوړوالي شکايت کوي.
افغان سوداګر سيد عبدالجبار اغا په دې تړاو پژواک ته وويل چې له افغانستانه ازبکستان ته د رېل پټلۍ له لارې صادرات د افغان سوداګرو لپاره په لوړه بيه تمامېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن