ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان او کندوز کې له افغان ځواکونو ملاتړ وشو

په بغلان او کندوز کې له افغان ځواکونو ملاتړ وشو

author avatar
9 Feb 2019 - 18:20
په بغلان او کندوز کې له افغان ځواکونو ملاتړ وشو
author avatar
9 Feb 2019 - 18:20

پلخمري-کندوز (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د بغلان او کندوز ولايتونو ديني عالمانو، مدني فعالانو او اوسېدونکو د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې په کور دننه د سولې خبرې اترې پيل کړي.

د بغلان ولايت ديني عالمانو د سلواغې په ٢٠مه له افغان ځواکونو د ملاتړ غونډه د پلخمري ښار په جامع جومات کې جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې مولوي محمد یاسین مهدیار وویل چې دوى د سولې له پيل شويو هڅو کلک ملاتړ کوي او تر دې وروسته د سولې اړوندې ټولې ناستې بايد په هېواد کې دننه ترسره شي.

ده زياته کړه، افغانانان له خپلو  امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي او هيچا ته يې د منحل کولو اجازه نه ورکوي.

دغه راز بل ديني عالم مولوي سردار ولي سروري وويل چې حکومت او طالبان بايد د سولې په پلاويو کې ديني عالمانو ته هم ونډه ورکړي ترڅو د رښتينې سولې لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته تور پورې کړ چې ځينې هېوادونه د سولې په نوم په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هڅې کوي.

دغه راز د يوه بل خبر له مخې، په کندوز کې هم د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې ديني عالم مولوي محمد امين وويل: ((موږ هغه سوله غواړو چې په هغه کې زموږ ارزښتونه وساتل شي او زموږ ځواکونو موږ لپاره قربانۍ ورکړي، اوس موږ د دوى لپاره قرباني ورکولو ته تيار يو.))

دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي وويل چې سوله د افغانانو يواځينۍ او پخوانۍ هيله ده.

د هغه په وينا، د افغان ځواکونو د منحل کدو په اړه به د ځينو کسانو خوبونه هيڅ مهال رښتيني نه شي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي عباس ستانکزي په يوه بيان کې ويلي و چې د سولې له راتګ سره سم بايد افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو په ليکو کې منحل شي، خو وروسته يې وويل چې دا ځواکونه دې منحل نه، بلکې اصلاحات دې په کې راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.