ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: د تلپاتې سولې لپاره اوربند اړين دى

کرزى: د تلپاتې سولې لپاره اوربند اړين دى

author avatar
9 Feb 2019 - 18:08
کرزى: د تلپاتې سولې لپاره اوربند اړين دى
author avatar
9 Feb 2019 - 18:08

کابل (پژواک٢٠ سلواغه ٩٧): مخکينى ولسمشر حامد کرزى وايي، تر هغې پورې په افغانستان کې سوله نه راځي، څو پورې چې اوربند ونه شي او وينه تويېدنه ونه ودرېږي.

حامد کرزي دغه څرګندونې د افغانستان په تړاو د مسکو د دوه ورځنۍ ناستې پر مهال روسي رسنۍ سپونتيک سره په مرکه کې کړې، چې نن خپره شوې ده.

هغه زياته کړې، د يادې ناستې پر مهال د افغانانو په تړاو پر ټولو موضوعاتو په تفصيل سره خبرې او بحثونه وشول.

خو کرزي ويلي، تر هغې پورې په افغانستان کې سوله نه راځي، څو پورې چې اوربند ونه شي او وينه تويېدنه ونه ودرېږي.

د نوموړي په وينا، د مسکو ناستې پر مهال يې لومړى د يوه ازاد او خپلواک افغانستان اړوندو موضوعاتو تمرکز کړى و، چېرته چې افغانان حکومت وکړي او ښځې له خپلو حقوقو برخمنې وي.

ده زياته کړې: ((په پاتې نورو موضوعاتو به د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې له طالبانو سره پرې بحثونه کوو.))

مخکيني ولسمشر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو اترو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د مسکو په ناسته کې د امريکا پر هڅو بحث وشو.

د هغه په وينا، ټول افغانان بين الافغاني مذاکرات غواړي او پلوي يې کوي.

کرزى وايي، پر افغانستان د امريکا او روسيې همکارۍ سره په افغانستان کې تلپاتې سوله راتلى شي.

هغه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش او شرطونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، دوى غواړي ژر تر ژره بهرني ځواکونه ووځي.

خو هغه په ډاګه کړې، چې دا يوه جنجالي پروسه ده، په دې کار کې احتياط په کار دى، ځکه چې بهرنيان په داسې حال کې له افغانستانه ووځي، چې دلته ثبات او ارامي وي.

کرزى ويلي، افغانستان بايد له ګاونډيو هېوادونو، لويو قوتونو او امريکا سره ښې اړيکې ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.