ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې وروستیو ورښتونو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي

بدخشان کې وروستیو ورښتونو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي

author avatar
10 Feb 2019 - 17:01
بدخشان کې وروستیو ورښتونو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي
author avatar
10 Feb 2019 - 17:01

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): په بدخشان کې سیمه ییز چارواکی وايي چې د وروستیو واورو ورښت له امله، له مرکز سره د ۱۲ ولسوالیو لارو بندېدو له امله، د خوراکي توکو بيې درې برابره لوړې شوې دي.

د بدخشان ولایتي شورا مشر محبوب الرحمن طلعت، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولایت کې د وروستۍ یوې میاشتې واورو ورېدو له امله، د اوړو، غوړیو، وریجو، چای، بورې او ګاز په څېر لومړنیو توکو بیې، په بازار کې درې برابره لوړې شوې دي.

د هغه په خبره، د زیاتو واورو ورېدو له امله د بدخشان ولایت د راغستان، کوهستان، یاوان او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ولایت د فواید عامې ریاست، له واورو څخه د نښلونکو لارو د پاکولو لپاره ، دوه اوونۍ وړاندې له ودانیزو شرکتونو سره د ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړ؛ خو په یادو سيمو کې د زیاتو واورو له امله دا شرکتونه نه دي توانیدلي څو لار د ترافيکو پر مخ پرانیزي.

هغه یادونه وکړه دا چې یاد قراردادي شرکتونه پر ټاکلي وخت خپل اړوند کارونه پر مخ وړي او څو کیلومتره پاک کوي؛ خو د واورې ورښت زیات دی، بېرته سړکونه بندوي او هغوی اړ دي چې بیا له سره خپل کار پیل کړي.

طلعت همداراز زیاته کړه چې د راغستان، کوهستان او یاوان ولسوالیو په روغتیایي کلینیکونو کې د ماشومانو او لویانو د تنفسي ناروغیو درملنې اړوند درمل شتون نه لري.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نوشین ګهر وویل: ((د یاوان، راغستان، کوهستان او یو شمېر نورو ولسوالیو کلینیکونو لپاره اړین درمل له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د اغاخان روغتیايي خدمتونو دفتر له لوري په موټرو کې بار شوي؛ خو د نښلونکو لارو د بندېدو او درنې واورې ورښت له امله، لېږد یې ناشونی شوی دی.))

نوموړي زیاته کړه چې دا ستونزې یې د ولایت له چارواکو سره شريکې کړي او د ولایت مقام هڅه کوي څو د ملي دفاع وزارت د چورلکو په مرسته د اړتیا وړ درمل یادو ولسوالیو ته ولېږدوي.

د بدخشان د فواید عامې رییس عبدالرووف عبیدي سربېره له دې چې د راغستان، یاوان او کوهستان ولسوالیو د نښلونکو لارو پاکول يې درې اوونیو کې ژمنه کړې وه؛ خو د تېرو دوو ورځو واورو ورښت له امله، دا لارې بیا تړل شوې دي.

د هغه په وینا، په بدخشان کې د وروستیو ورښتونو له امله په ځینو سيمو کې د واورې ضخامت ۱.۵ مترو او په ځینو سيمو کې بیا درې مترو ته رسېږي.

د راغستان ولسوالۍ مرکز زېرکي سیمه کې، هټیوال سمیع الله، پژواک ته وویل چې د وروستیو واورو ورښت له امله د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((دمګړۍ د یو من اوړو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ، یو من سیله وريجې شاوخوا زرافغانۍ، یو من وطنۍ وريجې ۴۵۰ افغانۍ، یو قوطی درې لېتره غوړي په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګاز په ۱۵۰ افغانیو ده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.