ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ته د نفوس او اداري واحدونو په تناسب بودجه نه ورکول کېږي

کندهار ته د نفوس او اداري واحدونو په تناسب بودجه نه ورکول کېږي

author avatar
10 Feb 2019 - 11:48
کندهار ته د نفوس او اداري واحدونو په تناسب بودجه نه ورکول کېږي
author avatar
10 Feb 2019 - 11:48

کندهار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): خلک او چارواکي وايي، د کندهار نفوس تر ۳ ميليونه اوړي، خو د دغه ولایت لپاره کلنۍ بودجه او نور خدمات د کلونو مخکې زړې احصايې له مخې وړاندې کېږي.

دغه چاره د دې لامل شوې چې ډېر خلک له خپلو حقونو او خدماتو بې برخې شي.

د کندهار ښار يوه ټولنيز فعال عبدالواسع هڅیال پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په دې ولایت کې هم د ناامنیو او نورو ستونزو له امله کره سرشمېرنه نه ده شوې خو د معتبرو ادارو د اټکلونو له مخې، د دغه ولایت نفوس تر ۳ میلیونه اوړي.

هغه زیاته کړه، له دې ور ها خوا په دې وروستیو کې له نږدې ولایتونو څخه هم زرګونو کورنیو د جګړو او نورو ناخوالو له امله دغه ولایت ته پناه راوړې او دغلته نفوس ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

خو دی وايي، ستونزه دا ده چې دغه ولایت ته اوس هم د پنځوس کلونو مخکې زړې احصایې له مخې بودجه ټاکل کېږي او یا نور خدمات وړاندې کېږي.

د نوموړي په وينا، تر هغه ځایه چې اوري او یا معلومات لري، کندهار ته د ډېرې پخوانۍ احصایې (۱،۳) میلیونه نفوس په تناسب بوديجه، تخصیص او خدمات ورکول کېږي چې د ده په ټکو دا بې عدالتي ده.

د ده په خبره، په ټوله نړۍ کې بودجه، سهمیه، د پوهنې، روغتیا او نورو برخو خدمات د نفوسو په تناسب ټاکل کېږي او وړاندې کېږي او دا د ښې او ځواب ویونکې حکومتولۍ یو اصل دی.

هڅيال وايي، که دغه اصل په پام کې ونه نیول شي نو په ټولنه کې نابرابري رامنځته کېږي او ډېر خلک له خپلو حقونو بې برخې کېږي.

نوموړی له مرکزي ادارې وغوښتل چې د کندهار نفوس ته په پام دې بودجه ځانګړې او نور خدمات وړاندې کړي.

د کندهار ولایتي شورا هم وايي، د کندهار نفوس له درې ميلیونه کسانو اوړي خو بودجه او نور حقوق د ۱،۳ میلیونه کسانو لپاره ورکول کېږي.

د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار احصایې ریاست د کره احصایې شمېر له مرکزي ادارې سره نه شریکوي چې له امله یې د دغه ولایت نیم نفوس له خپلو حقونو بې برخې کېږي.

هغه زیاته کړه، پنځه کاله مخکې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا یوناما له دوی سره د کندهار د نفوس په اړه معلومات شریک کړي وو چې ۲،۱ میلیونه تنه ښودل شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.