ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوناما مرستيال: هڅه کوو کندوز ته لا زیاتې کورنۍ او بهرني موسسې راجلب کړو

د يوناما مرستيال: هڅه کوو کندوز ته لا زیاتې کورنۍ او بهرني موسسې راجلب کړو

author avatar
10 Feb 2019 - 20:35
د يوناما مرستيال: هڅه کوو کندوز ته لا زیاتې کورنۍ او بهرني موسسې راجلب کړو
author avatar
10 Feb 2019 - 20:35

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٧): د کندوز والي وايي، د دې ولايت په ابادۍ او پرمختګ کې د ملګرو ملتونو اساسي همکاري اړینه ده.

د کندوز ولایت د رسنیو له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال توبي لنز کندوز ته راغلی و او د ولایت له رهبري سره لیدنه وکړه.

سرچينه زياتوي، په دغه لیدنه کې د کندوز پر هر اړخیز  وضعیت، کرنې، روغتیا، پوهنې، زېربنا، امن، ثبات او ټولنیز ژوند ښه والي په  بېلابیلو اړخونو خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، د کندوز د کرنې رئیس منیر احمد نیازي د کرنې به برخه کې د شویو پرمختګونو، اړتیاوو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې رئیس له لوري هم اړوند برخو کې معلومات او وړاندیزونه شریک شول او یاده يې کړه چې اوسمهال په کندوز کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

والي عبدالجبارنعیمي بیا د ملګرو ملتونو سازمان له همېشنۍ همکارۍ څخه د مننې کولو تر څنګ کندوز کې پرشویو پرمختګ سربېره  وويل: ((د کندوز په  پرمختګ، امن، سرتاسري سولې  او ابادۍ کې د ملګرو ملتونو د  اساسي همکارۍ اړتیا ده، موږ غوښتونکي یو چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه کندوز ته خپله توجه لا زیاته کړي او د کرنې، روغتیا، پوهنې، زیربنا، ځوانانو ته د کار موندنې او یوشمېر نورو برخو کې اغېزمنې همکارۍ وکړي.))

نوموړي د نشه يې توکو د کښت صفر کېدو ته په اشارې د ملګرو ملتونو له سازمان او اړند وزارت وغوښتل چې دغه ولایت ته د بدیل معیشت په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي، څو د عامه پروژو چارې پراختیا ومومي او بې روزګاره ځوانانو ته د کار موندنې فرصتونه برابر شي چې همدا د خلکو اساسی غوښتنې دي.

د محلي حکومت مشرتابه په کندوز کې  د کورنیو او بهرنیو موسساتو له روانو فعالیتونو هم یادونه وکړه او د ستاینې ترڅنګ يې  د موسساتو ترمنځ د همغږۍ او  چارو کې د شفافیت اصل په رعایت ټینګار وکړ او له لنزر يې وغوښتل چې کندوز ته د لازیاتو موسساتو په راجلب کې توجه وکړي.

لینزر بیا په شویو پرمختګونو خوښي وښوده او یاده يې کړه چې دوی به هڅه وکړي چې کندوز ته لا زیاتې کورنۍ او بهرني موسسې راجلب کړي، څو په دغه ولایت کې د پرمختګونو او عامه خدماتو چارې پراختیا ومومي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.