ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د اقتصادي ستونزو له امله د اوو چاپي رسنیو فعالیت بند شوی

نیمروز کې د اقتصادي ستونزو له امله د اوو چاپي رسنیو فعالیت بند شوی

author avatar
10 Feb 2019 - 18:16
نیمروز کې د اقتصادي ستونزو له امله د اوو چاپي رسنیو فعالیت بند شوی
author avatar
10 Feb 2019 - 18:16

زرنج(پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د اوو چاپي رسنیو د فعالیت بندېدل د یاد ولایت مطبوعاتو ته قوي ضربه ګڼي او وايي، په نمیروز   کې اوس یوازې د «نیمروز» دولتي میاشتنۍ فعالیت لري.

د نیمروز د ولایتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې کاله مخکې «نیمروز، صدای نیمروز، قلم و بیان، ستاره سیسیتان، هنګین (خانه)، غوړېدلې غوټۍ، جوانان و ندای جوانان» رسنیو په یاد ولایت کې فعالیت درلود، خو د اقتصادي ستونزو او مالي ملاتړ د نشتون له امله د «نیمروز» له دولتي میاشتنۍ پرته نورې رسنۍ له تړل کېدو سره مخ دي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سید حامد سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې چاپي نشریاتو تر ۱۳۸۳ کاله د پام وړ پرمختګ وکړ، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې شپږ میاشتنۍ او د «ځوانانو» مهالنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له چاپه پاتې او دفترونه یې تړلي دي.

د هغه په خبره، له یادو اتو رسنیو د «هنګمین» میاشتنۍ په بلوڅي ژبه او نورو رسنیو په دري ژبه دیني، ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او د ښځو په برخو کې فعالیت درلود.

هغه د دې په بيانولو سره چې اوس په نیمروز کې هېڅ ورځپاڼه نه چاپېږي زیاته کړه، یوازې د «نیمروز» میاشتنۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا چاپېږي چې د نیمروز د اوسېدونکو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلای.

د اطلاعاتو او کلتور رییس د عامه فکرونو د روښانولو لپاره د رسنیو اغېر ګټور وباله، له دولت او ملاتړو ادارو یې وغوښتل چې د یادو رسنیو د ژغورنې لپاره دې مرسته وکړي.

د صدای نیمرزو میاشتنۍ مسوول فضل رسول هم وویل، یوې میاشتنۍ ګڼې له ۲۰ تر ۲۵ زره افغانیو ته اړتیا لرله، خو په بازار کې په پنځه افغانۍ پلورل کېدله چې حتی د چاپ د یوې برخې لګښت یې نه شواى پوره کولای.

نوموړي زیاته کړه: ((سره له دې چې خلکو په دغه ولایت کې له چاپي رسنیو هرکلي کولو خو د ملاتړو ادارو د نشتون له امله مجبور شوو چې د خپل دفتر دروازې وتړو او د نشراتو فعالیت مو ودروو.))

هغه روښانه کړه، که ملاتړي بنسټونه د نشراتو د لګښت ورکولو ته حاضر شي مجهز کاري ټېم لري چې ګټور او مهم مطالب به لوستونکو ته وړاندې کړي.

د «ستاره سیستان (ښځو ته ځانګړې)» میاشتنۍ مسوولې فرشتې شېرزاد هم وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې له تېر کال راهیسې نشرات بند کړي دي.

هغې زیاته کړه: ((موږ په خپله میاشتنۍ کې د نیمروز د ښځو ستونزو خپرولې او خلک د تاوتریخوالي د له منځه وړو په برخه کې پوهېدل، خو اوس هېڅ داسې نشریه نشته چې خلک ترې معلومات تر لاسه کړي، له همدې امله په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې ستونزې او تاوتریخوالی زیات شوي دي.))

نوموړې زیاته کړه، په نیمروز کې د ښځو لپاره د ځانګړو رسنیو موجودیت ستره اړتیا ده او دولت باید دې برخې ته جدي پام وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.