ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یوه پولیس خپل اته ملګري پولیس وژلي

هلمند کې یوه پولیس خپل اته ملګري پولیس وژلي

author avatar
10 Feb 2019 - 12:29
هلمند کې یوه پولیس خپل اته ملګري پولیس وژلي
author avatar
10 Feb 2019 - 12:29

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوه نفوذي پوليس له لوري اته نور پوليس وژل شوي دي.

په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز لښکرګاه په سرګودر سيمه کې يو نفوذي پوليس اته نور پوليس وژلي دي.

دى وايي چې په دې وخت په نورو پوستو کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، مرګ ژوبله لري خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ پوليس وژل شوي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د دوى د يو نفوذي کس له لوري نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او د هغوی وسلې يې هم له ځان سره طالبانو ته انتقال کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.