ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: چمتو یم چې طالبانو ته په کابل یا کندهار کې دفتر ورکړم

ولسمشرغني: چمتو یم چې طالبانو ته په کابل یا کندهار کې دفتر ورکړم

author avatar
10 Feb 2019 - 11:25
ولسمشرغني: چمتو یم چې طالبانو ته په کابل یا کندهار کې دفتر ورکړم
author avatar
10 Feb 2019 - 11:25

 

جلال اباد (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې په کابل یا کندهار کې دفتر ورکولو ته چمتو دی او ساتنه یې هم کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د سلواغې په ۲۱مه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې يوې لويې ولسي غونډې ته په وينا کې کړې دي.

که څه هم دې غونډې ته خبريالان نه وو دعوت شوي خو له غونډې وروسته د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر له خوا د يادې غونډې په اړه معلومات او د ولسمشر د وينا ځينې برخې له رسنيو سره شريک شول.

اشرف غني د هېواد د لومړني ولسمشر په توګه شينوارو ولسوالۍ ته د يو لوړپوړي پلاوي په ملتيا سفر وکړ او د يادو ولسواليو له خلکو يې د يوې غونډې په ترڅ کې د دوی د مېړانې ستاينه او قدرداني وکړه.

په همدې موخه د شينوارو ولسوالۍ اړوند د ملي اردو په کنډک کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلميار، ملي امنيت سلاکار حمد الله محب، د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزي، د کابينې يو شمېر غړو، د ولسمشر سلاکارانو، د دفاعي او امنيتي ځواکونو مسوولينو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

ولسمشر محمد اشرف غني وويل، له شينوارو ولسوالۍ د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وايم چې په دې سيمو کې توره شپه چې د رڼا کېدو اټکل يې نه کېده، رڼا شوه او پر ټولو هېوادوالو يې غږ وکړ چې په ډاډمنه توګه د شينوارو له ولسواليو ليدنه او تګ راتګ وکړي.

هغه په مسکو کې د سولې په تړاو د يو شمېر افغاني سياستوالو او طالب استازو جوړې شوې غونډې ته په اشارې سره وويل: ((موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده او که مسکو کې؟))

نوموړي زياته کړه، سوله راتلونکې ده او په دې برخه کې يې د خپل سر قربانۍ ته هم چمتووالی وښود.

ولسمشر غني د ځينو خلکو هغو خبرو ته په اشارې سره چې د چوکۍ قرباني دې ورکړي، وويل چې دا چوکۍ د ولس ده او په دې اړه پرېکړه هم ولس کوي.

اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ چې دی چمتو دی په کابل، لوی کندهار او يا لوی ننګرهار کې دفتر ورکړي او ساتنه يې وکړي.

هغه هيله وښوده چې له څلوېښت کالونو وروسته به په هغه افغانستان کې چې په وينو ساتل شوی او پالل شوی، ډېر ژر د وينو بهېدو لړۍ پای ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.