د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار ته د نفوس او اداري واحدونو په تناسب بودجه نه ورکول کېږي

کندهار ته د نفوس او اداري واحدونو په تناسب بودجه نه ورکول کېږي

Feb 10, 2019 - 11:48

کندهار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): خلک او چارواکي وايي، د کندهار نفوس تر ۳ ميليونه اوړي، خو د دغه ولایت لپاره کلنۍ بودجه او نور خدمات د کلونو مخکې زړې احصايې له مخې وړاندې کېږي.

دغه چاره د دې لامل شوې چې ډېر خلک له خپلو حقونو او خدماتو بې برخې شي.

د کندهار ښار يوه ټولنيز فعال عبدالواسع هڅیال پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په دې ولایت کې هم د ناامنیو او نورو ستونزو له امله کره سرشمېرنه نه ده شوې خو د معتبرو ادارو د اټکلونو له مخې، د دغه ولایت نفوس تر ۳ میلیونه اوړي.

هغه زیاته کړه، له دې ور ها خوا په دې وروستیو کې له نږدې ولایتونو څخه هم زرګونو کورنیو د جګړو او نورو ناخوالو له امله دغه ولایت ته پناه راوړې او دغلته نفوس ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

خو دی وايي، ستونزه دا ده چې دغه ولایت ته اوس هم د پنځوس کلونو مخکې زړې احصایې له مخې بودجه ټاکل کېږي او یا نور خدمات وړاندې کېږي.

د نوموړي په وينا، تر هغه ځایه چې اوري او یا معلومات لري، کندهار ته د ډېرې پخوانۍ احصایې (۱،۳) میلیونه نفوس په تناسب بوديجه، تخصیص او خدمات ورکول کېږي چې د ده په ټکو دا بې عدالتي ده.

د ده په خبره، په ټوله نړۍ کې بودجه، سهمیه، د پوهنې، روغتیا او نورو برخو خدمات د نفوسو په تناسب ټاکل کېږي او وړاندې کېږي او دا د ښې او ځواب ویونکې حکومتولۍ یو اصل دی.

هڅيال وايي، که دغه اصل په پام کې ونه نیول شي نو په ټولنه کې نابرابري رامنځته کېږي او ډېر خلک له خپلو حقونو بې برخې کېږي.

نوموړی له مرکزي ادارې وغوښتل چې د کندهار نفوس ته په پام دې بودجه ځانګړې او نور خدمات وړاندې کړي.

د کندهار ولایتي شورا هم وايي، د کندهار نفوس له درې ميلیونه کسانو اوړي خو بودجه او نور حقوق د ۱،۳ میلیونه کسانو لپاره ورکول کېږي.

د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار احصایې ریاست د کره احصایې شمېر له مرکزي ادارې سره نه شریکوي چې له امله یې د دغه ولایت نیم نفوس له خپلو حقونو بې برخې کېږي.

هغه زیاته کړه، پنځه کاله مخکې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا یوناما له دوی سره د کندهار د نفوس په اړه معلومات شریک کړي وو چې ۲،۱ میلیونه تنه ښودل شوی و.

دی وايي، د څو کلونو په تېرېد دغه شمېر ډېر شوی او له ۳ میلیونه اوړي.

د ده په خبره، د نفوس کره شمېره ډېره مهمه ده؛ ځکه پر همدې بنسټ بودجه ټاکل کېږي، د ولایتي شورا او ولسي جرګې لپاره د نفوس په تناسب سهم ورکول کېږي، د روغتیا، پوهنې او نورو برخو خدمات وړاندې کېږي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د دغه ولایت لپاره دې حقوق د اوسني نفوس په تناسب ورکړل شي.

د کندهار د احصایې او معلوماتو ادارې رييس رحمت الله عمرزی وايي، دا چې د دوی د مامورینو شمېر کم دی، له تېرو درېیو کلونو راهیسې نه دي توانېدلي د دغه ولایت کره نفوس معلوم کړي.

هغه پژواک ته وويل، دوی هماغه پخوانۍ شمېرې کاروي چې له مخې یې د کندهار نفوس  ١،٣ ميليونه تنه دی او هر کال مرکزي اداره پرې ۲،۵ سلنه ډېروالی هم راولي.

د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب وايي، د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو اداره بې کفایته ده او د دوی پر بار بار وینا سربېره نه دي توانېدلي د دغه ولایت د نفوس کره شمېره معلومه کړي.

ده هم وویل چې کله دوی له دې ادارې د کندهار د نفوس د شمېر غوښتنه کوي، نو د څلوېښت يا پنځوس کلونو مخکې شمېرې ورسره شریکوي.

دی زیاتوي، ډېر ژر به د دې ادارې د چارو ارزونه وکړي او لازم اصلاحات به راولي.

منیب وايي، دا چې له مرکزي ادارې سره د کندهار د نفوس کره شمېره نه شریکېږي، دوی یې هم اندېښمن کړي دي؛ ځکه بودجه، سهمیه، حقوق او نور خدمات ټول د نفوس په تناسب ټاکل کېږي.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې د کندهار نفوس له درې میلیونه اوړي؛ ځکه کلونه وړاندې کندهار ښار ۴ ناحیې لرلې، خو اوس یې شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی، دغه راز د ولسوالیو شمېر ۱۵ وو، خو اوس ۱۷ دی.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې ګڼ شمېر هغه کډوال چې د جګړو پر مهال له کندهاره تللي وو، بېرته راغلي، دغه راز له نژدې ولایتونو هم ګڼې بې ځایه شوې کورنۍ دغه ولایت ته راغلې او دلته ژوند کوي چې د دغه ولایت نفوس یې ډېر کړی دی.

نوموړي وویل، ولایتي اداره هڅه کوي له مرکزي ادارې سره د کندهار د نفوس کره شمېره شریکه کړي څو په همدې تناسب ورته بودجه وټاکل شي او اړوند خدمات ورته وړاندې شي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement