مهترلام(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د لغمان د کرنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې هرکال څه باندې ١٣ ټنه کبان توليدي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس محمد جميل خوشحال د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولایت کې له ۵۵ فارمونو څخه په تخمیني ډول په کال کې ۱۳ ټنه کبان تولیدیږي.
هغه زياته کړه، دوی هلې ځلې کوي، چې په دغه ولایت کې کب روزنې ته پراختیا ورکړي.
د نوموړي په وينا، لغمان کې د کب روزنې فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او زمينه هم ورته برابره ده.
د هغه په خبره د کابل، الیشنګ او الینګار سیندونو اوبه په لغمان ولایت کې د کب روزنې په پار درې سترې سرچینې دي.
د يادونې ده چې په ټول هېواد کې د کب روزنې فارمونو شمېره څه باندې دوه زرو ته رسيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن