ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې یوې نجلۍ د ښځو د ځان بساینې لپاره رستورانټ جوړ کړی

په غور کې یوې نجلۍ د ښځو د ځان بساینې لپاره رستورانټ جوړ کړی

author avatar
11 Feb 2019 - 17:47
په غور کې یوې نجلۍ د ښځو د ځان بساینې لپاره رستورانټ جوړ کړی
author avatar
11 Feb 2019 - 17:47

 فېروزکوه(پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۷): د غور یوې اوسېدونکې د جنسیتي تبعیض او له حاکمو دودونو سره د مبارزې لپاره د لعل و سرجنګل په ولسوالۍ کې د لسو ښځو لپاره د کار پیدا کېدو په موخه یو رستورانټ جوړ کړی دی.

 د افغانستان په څېر په یوه هېواد کې د غیر معمولو او د ټولنیزو رواجونو خلاف کار ترسره کول د یو کس لپاره تر ټولو سخت تصمیم دی، ټول خلک د ژوند د بدلون او له ستونزو سره د مبارزې فکر کوي، خو عملي کول یې جدي ارادې او تکل ته اړتیا لري.

 اوس د خلکو په فکرونو کې شته منفي لید او ناکامیو ته په کتو په دې ستره ازموینه کې بریالیتوب اخلاقي جرئت ته اړتیا لري.

 شریفې موحدي له کوره بهر د ښځو د فعالیت پر وړاندې د منفي فکرونو او خنډونو په له پامه غورځولو؛ د ستونزو او کړاونو په ګالولو،نوموړې له سلګونو نورو نجونو سره چې د بدمرغۍ کندې ته د سقوط په حال کې وي د بریا راز ته د رسېدو له لارې ژغوري.

 نوموړې چې ۲۵ کاله عمر لري د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د «چلابک» کلي اوسېدونکې ده لومړنۍ او لېسانس زده کړې یې د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په نسوان لېسه او د بامیانو د دولتي پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې ترسره کړې او اوس په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د یو رستورانټ مدیریت کوي.

 شریفه موحدي چې ساده او خوشحاله څېره لري له پژواک سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل،  خپلو خوبونو ته د رسېدو لپاره یې ډېرې ستونزې ګاللې او دغه بریالیتوب یې د کورنۍ په ځانګړې توګه پلار او ورور ښه احساس دی.

 هغې ددې په بيانولو چې د لوړو او مثبتو موخو ټاکل انسان تر بریا رسوي زیاته کړه، دې موخو ته د رسېدو لپاره د بریالیو ښځو پر لار تللې او ځان یې د دوی په هنداره کې لټولی دی.

 هغې وویل: ((عمر مې له لسو کلونو زیات نه و چې د ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې وم او د دې لپاره چې څوک مې د زده کړو مخه ونه نیسي د نارينه جامې مې اغوستې او هره ورځ مې ښوونځي ته د رسېدو لپاره شاوخوا دوه نیم ساعته پلی مزل کاوه.))

 هغې زياته کړه، د یادو ټولو ستونزو په منلو او له حاکمو دودونو سره په مبارزه کې مې ښوونځی پای ته ورساوه او د کانکور له ازموینې وروسته د بامیان پوهنتون کرنې پوهنځي ته بریالۍ شوم او له هغه ځایه مې لېسانس سند تر لاسه کړ.

 موحدي په ډاګه کړه، له تېرو دوو کلونو راهیسې په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروګرام د سبزیجاتو د برخې د مسوولې په توګه دنده تر سره کوي او کارونو ته پر وخت او د ښې رسېدنې لپاره له موټر سایکل څخه استفاده کوي.

 هغې زیاته کړه، د جنسیتي تبعیض، حاکمو رواجونو او د ښځو دویم جنس ګڼلو سره د مبارزې لپاره یې شاوخوا څلور میاشتې مخکې د لسو ښځو لپاره د کار پیدا کولو لپاره په کمو پیسو یو رستورانټ جوړ کړی دی.

 هغې زیاته کړه، سره له دې چې رستورانټ یې له ظاهري اړخه عصري نه دی خو هغه خواړه چې ښځې یې برابروي له روغتیایي اړخه ډاډمن او مزه لرونکي دي او په کم وخت کې یې د خپلو پېرېدونکو چې زیاتره یې د ښوونځي زده کوونکي او کورنۍ دي رضايت تر لاسه کړی.

 نوموړې دې ته په اشاره چې رستورانټ یې په پیل کې د وسایلو او تجهیزاتو د نشتون له امله ستونزې درلودې زیاته کړه، له څه وخت وروسته یې ځینې وسایل لکه، دیګ، مېز، څوکۍ، تابلو او د خوړو پخولو وسیله په کابل کې واخیستل.

د شریفې په خبره، دغه کار کې له کوره بهر د ښځو د کار په تړاو نږدې خلکو پر لید زیات اغېز کړی او حتی په دې کمه موده کې یو شمېر ښځو تصمیم نیولی چې د کار په کولو د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړي.

 هغې وویل: ((رستورانټ بانوان لومړنى رستورانټ دی چې په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د کلیوالو ښځو د ژوند لپاره جوړ شوی چې موخه يې له کوره بهر د ښځو د کار په اړه د شته فکرونو له منځه وړل دي.))

 دغې ښځې وویل، په هغه ټولنه کې چې له کوره د ښځو وتل په کې شرم ګنل کېږي او خلک حتی لوستي کسان یې له کوره بیرون د ښځو د کار په اړه منفي لید لري له دغو ټولنیزو ستونزو سره مبارزه د دار پایو ته په خپله خوښه تلل دي.

 نوموړې زیاته کړه، د ټولنۍ هر وګړی باید د خپل توان تر کچې موولیت منونکی وي او د دندو په ترسره کولو کې لټي ونه کړي.

 د هغې په خبره، د کار پرېښودل او د ظلم پر وړاندې درېدل د هر ځوان د بریا راز دی.

شریفه موحدي د کرنې وزارت په یوه پروګرام کې له دندې علاوه د رستورانټ په مديریت او بېلا بېلو رسنیو ته د ښځو له حقونو څخه د دفاع او عدالت غوښتنې لپاره پر مقالو لیکلو بوخته وي .

په غور کې د ښځو د ټولنيز او پراختيا بنسټ مسووله جميله کريمي وايي چې په دغه ولايت کې ناامني، د نامسوولو وسله والو شتون، فقر او له  ناسمو دودونو پيروي لامل شوي چې ښځې له خپلو لومړنيو حقوقو بې برخې او انزوا کې پاتې شي.  

 هغې وويل چې د غور په ټولو ولسواليو کې يواځې لعل او سرجنګل د ښځو د ظرفيت د ودې لپاره مناسبه ولسوالي ده چې د شريفې موحدي په څېر نورې ښځې هم کولى شي چې کاري موکې رامنځته کړي . 

نوموړې هيله وښوده که د سولې خبرې يوې پايلې ته ورسيږي، نو ښځې د مثبت بدلون وړتيا لري او کولى شي د کورنيو په اقتصادي ځان بسياينې کې مهم رول ولوبوي .    

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.