ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان- کندهار لويه لار له ٢٤ ساعتونو وروسته بېرته طالبانو تړلې

د اروزګان- کندهار لويه لار له ٢٤ ساعتونو وروسته بېرته طالبانو تړلې

author avatar
11 Feb 2019 - 15:33
د اروزګان- کندهار لويه لار له ٢٤ ساعتونو وروسته بېرته طالبانو تړلې
author avatar
11 Feb 2019 - 15:33

ترينکوټ (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۷): د اروزګان- کندهار لويه لاره چې دوه ورځې مخکې د امنیتي ځواکونو د دوولس ورځنيو عملیاتو په پایله کې خلاصه شوې وه، بېرته د طالبانو له خوا تړل شوې ده.

د دې لارې کنټرول له شاوخوا یو کال راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې و .

د اروزګان ولایت يوې باوري امنيتي سرچینې د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو له ١٢ ورځو عملياتو وروسته ياده لاره پرانيستې وه.

خو سرچينې زياته کړه چې وسله والو طالبانو تېره شپه د لارې په سرخوبيط او اردو بلاغ سيمو کې بريدونه کړي او امنيتي ځواکونه يې شا تګ ته اړ کړي دي.

يادې سرچينې وويل چې طالبانو له لنډې جګړې وروسته دواړه سيمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او اوس مهال د هغوی په واک کې دي.

دغه سرچينه وايي، طالبانو يو د ملي اردو سرتېری هم ژوندی نیولی او درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د لارې موټر چلوونکي او مسافر هم وايي، له سهار راهيسې طالبان د سرخوبیط او اردو بلاغ سیمې په کنټرول کې لري.

مرزامحمد چې له کندهاره اروزګان ته راغلی و، پژواک ته وویل، نن د سرخوبیط او اردو بلاغ سیمې د طالبانو په واک کې وې.

د هغه په وينا چې پر دې لاره عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه شته، خو یوازې د نظامي ځواکونو پر مخ تړل شوې ده.

دوه ورځې وړاندې د ۲۰۵ اتل قول اردو د ارکان رییس برید جنرال شفیق الله رسولزي پژواک ته ويلي وو، دغه ځل به د لارې امنیت په بشپړ توګه ساتي او بیا ځلي به هېڅکله هم طالبان پرې واکمن نه شي.

پژواک هڅه وکړه چې د لارې بياځلي بندېدو په اړه د نظامي مسوولینو نظر هم ولري، خو هغوى ځواب ورنه کړ.

خو د ٢٠٥ قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اردو بلاغ په سيمه کې تېره شپه د عملياتو پر مهال اته وسله وال وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.