د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امريکا د دفاع نوی وزير افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی

د امريکا د دفاع نوی وزير افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی

Feb 11, 2019 - 09:09

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د امريکا د دفاع نوي وزير پاټ شاناها افغانستان ته په خپل لومړني ناڅاپي سفر راغلى دى.

په واشنګټن کې امريکايي سرچينو د سلواغې په ٢٢مه خبر ورکړى چې نوموړى نن سهار وختي کابل ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه به د افغان حکومت د مشرانو تر څنګ هلته له مېشتو امريکايي او ناټو قوماندانانو او چارواکو سره هم وګوري.

شاناهان په الوتکه کې ورسره سفر کوونکو خبريالانو ته ويلي چې تر اوسه ورته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو کوم امر نه دى شوى.

نوموړي افغان سولې ته په اشارې سره ويلي چې د امريکا ځانګړي استازي په دې اړه هڅې پيل کړې، خو وروستۍ پرېکړه به په خپله افغانان کوي.

دا په داسې حال کې  ده چې خليلزاد هم پرون د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو په سفر راوتلی دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement