کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د امريکا د دفاع نوي وزير پاټ شاناها افغانستان ته په خپل لومړني ناڅاپي سفر راغلى دى.
په واشنګټن کې امريکايي سرچينو د سلواغې په ٢٢مه خبر ورکړى چې نوموړى نن سهار وختي کابل ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه به د افغان حکومت د مشرانو تر څنګ هلته له مېشتو امريکايي او ناټو قوماندانانو او چارواکو سره هم وګوري.
شاناهان په الوتکه کې ورسره سفر کوونکو خبريالانو ته ويلي چې تر اوسه ورته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو کوم امر نه دى شوى.
نوموړي افغان سولې ته په اشارې سره ويلي چې د امريکا ځانګړي استازي په دې اړه هڅې پيل کړې، خو وروستۍ پرېکړه به په خپله افغانان کوي.
دا په داسې حال کې ده چې خليلزاد هم پرون د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو په سفر راوتلی دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن