ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا د دفاع وزير: له افغانستانه د ځواکونو کمولو امر مې تر اوسه نه دى ترلاسه کړى

د امريکا د دفاع وزير: له افغانستانه د ځواکونو کمولو امر مې تر اوسه نه دى ترلاسه کړى

author avatar
11 Feb 2019 - 11:32
د امريکا د دفاع وزير: له افغانستانه د ځواکونو کمولو امر مې تر اوسه نه دى ترلاسه کړى
author avatar
11 Feb 2019 - 11:32

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د امريکا د دفاع سرپرست وزير پيټرک شاناهن پر بين الافغاني خبرو د ټينګار تر څنګ ويلي چې تر اوسه يې د خپلو ځواکونو کمولو په اړه کوم امر نه دى ترلاسه کړى.

نوموړي دغه څرګندونې افغانستان ته د نا اعلان شوي سفر پر مهال په الوتکه کې خبريالانو ته کړې دي. 

پيټرک شاناهن چې په دې وروستيو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دفاع سرپرست وزير ټاکل شوى، بايد د دغه هېواد له سنا څخه د باور رايه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډيو بټلر د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دفاع سرپرست وزير به د افغان حکومت، د ناټو او امريکايي ځواکونو له مشرانو سره وګوري.

د هغه په وينا، په دې ليدنو کې به پر امنيتي موضوعاتو خبرې وشي.

شاناهن افغانستان ته د خپل لومړي سفر پر مهال ويلي، دمګړۍ یې له افغانستانه د ځواکونو کمولو په اړه کوم امر نه دى ترلاسه کړى.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو  د اجنډا لومړۍ خبره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل دي.

شاناهن وايي، د ولسمشر ټرمپ حکومت د افغان ١٧ کلنې جګړې د پاى ته رسولو لپاره چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه هم بلل کېږي، له هرې وسيلې کار اخلي.

خو هغه په ډاګه کړې ده چې سوله د افغانانو کار دى، هغوى بايد په دې اړه پرېکړه وکړي.

د امريکا د دفاع سرپرست وزير وايي: ((افغانان بايد خپل راتلونکى په خپله وټاکي او د سولې په روانو هڅو کې ښکېل شي، تر اوسه د امريکايي ځواکونو د کمولو امر مې نه دى ترلاسه کړى.))

د هغه په وينا، دا په افغانانو پورې تړاو لري چې  پرېکړې وکړي، نه په امريکا پورې.

شاناهن چې تر اوسه هېڅکله يې افغانستان ته سفر نه دى کړى او نه هم پر حالاتو ډېر خبر دى، وايي، چې د دغه سفر پر مهال به خپلې موندنې او معلومات له ولسمشر ټرمپ سره شريک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.