ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بودجې او تشکیل کمښت کندهار کې د روغتیا پر وړاندې جدي ستونزې دي

د بودجې او تشکیل کمښت کندهار کې د روغتیا پر وړاندې جدي ستونزې دي

author avatar
11 Feb 2019 - 18:33
د بودجې او تشکیل کمښت کندهار کې د روغتیا پر وړاندې جدي ستونزې دي
author avatar
11 Feb 2019 - 18:33

کندهار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۷): د کندهار د عامې روغتیا رییس وايي، د بودجې کمښت او پر وخت نه رسېدل، کم تشکیل، لږ روغتیايي مرکزونه  او په ځینو سیمو کې د روغتيايي مرکزونو لپاره د معیاري ودانیو نشتوالی په دې ولایت کې د روغتیا سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا دغه څرګندونې نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وکړې.

پخلا وویل، په کندهار کې د نفوس په تناسب د روغتیايي خدماتو وړاندې کول جدي ستونزه ده، ځکه د احصایې د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې د دې ولایت نفوس ۱،۳ میلیونه، د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې ۱،۶ میلیونه او د پولیو کمپاین د شمېرو له مخې ۲،۶ میلیونه تنه دی چې درې واړه شمېرې یو له بله لوی توپیر لري.

د ده په خبره، دوی د احصایې د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې امکانات تر لاسه کوي چې په دې حساب د کندهار نیمايي نفوس له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې پاتې دی.

دی وايي، اوسمهال په کندهار کې د عامې روغتیا وزارت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور په مرسته د میرویس حوزوي روغتون په ګډون ۲۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې په دې کې بشپړ، بنسټیز، ګرځنده، فرعي او نور مرکزونه شامل دي.

د ده په خبره، له دې ډلې ۷۱ روغتیايي مرکزونه د دولت او ۱۹ د خصوصي سکتور په پانګونه جوړ شوي دي.

پخلا وویل، په روان زېږدیز کال کې د دې ولایت ټولو روغتیايي مرکزونو ته ۲،۴ تنو ناروغانو مراجعه کړې ده، چې ۸۴ زره ۲۶۴ ناروغان بستر شوي، ۲۱ زره ۴۸۴ ناروغان عملیات شوي دي.

ده دا هم وویل چې په دې وروستیو کې د کندهار ښار او ولسوالیو په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې نسايي او ولادي خدمات هم وړاندې کېږي او په دې کال کې ۴۳ زره ۶۱۷ ولادتونه شوي دي.

د روغتیايي خدماتو اړوند د وقایوي برخې په اړه پخلا وویل چې په کندهار کې پولیو لویه ننګونه ده او دوی په روان کال کې ۱۱ د واکسین کمپاینونه تر سره کړي دي.

د بې کیفیته او جعلي درملو او خوراکي توکو په اړه نوموړي وویل چې په روان کال کې یې د ۷ کمپاینونو په ترڅ کې ۶۴ ټنه غیرمعیاري او تر وخت تېر خوراکي توکي او ۹۵ ټنه غیر معیاري او جعلي درمل راټول کړي او له منځه وړي دي.

په پرمختیايي برخه کې نوموړي د ۱۰ پروژو یادونه وکړه چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ۱۰۹ میلیونه افغانیو او ۲،۱ میلیون یورو په لګښت روانې دي.

په دغو پروژو کې د ژېړۍ ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون، د مقاوم نري رنځ د رملنې ۲۴ بستریز روغتون، د عدلي طب مرکز او په یو شمېر ساحو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.