ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژۍ ښې پایلې لرلې دي

غني: د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژۍ ښې پایلې لرلې دي

author avatar
11 Feb 2019 - 20:05
غني: د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژۍ ښې پایلې لرلې دي
author avatar
11 Feb 2019 - 20:05

کابل(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): ولسمشر وايي چې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتېژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د امريکا دفاع وزارت سرپرست پاټرک شاناهان سره د لېدلو پرمهال وکړې.

ولسمشر وویل چې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتېژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.

په کتنه کې دا هم وویل شول چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې تامین پورې ادامه ولري. همدارنګه د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو نظامي اتحاد هم د سولې ټينګښت پورې دوام کوي.

په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې د جوړېدو یادونه هم وشوه چې ګډونوال به یې د هېواد د ټولو ولایتونو د بېلابېلو اقشارو استازي وي، ترڅو د سولې په بېلابېلو پړاوونو کې د دوی نظریات او مشورې په پام کې ونیول شي.

همدارنګه به له سولې ملي مشورتي جرګې وروسته د کابل پروسې درېیمه ناسته هم جوړه شي چې عمده تمرکز به یې د سولې پر پروسه وي. د دې ترڅنګ افغانستان د ولسواکۍ بهیر د دوام  او د واک د سوله ییز لېږد یقیني کولو لپاره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.

د يادونې ده چې د امريکا دفاع وزير نن سهار کابل ته رسېدلى او له يو شمېر افغان چارواکو سره يې ليدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.