کابل(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): ولسمشر وايي چې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتېژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د امريکا دفاع وزارت سرپرست پاټرک شاناهان سره د لېدلو پرمهال وکړې.
ولسمشر وویل چې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتېژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.
په کتنه کې دا هم وویل شول چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې تامین پورې ادامه ولري. همدارنګه د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو نظامي اتحاد هم د سولې ټينګښت پورې دوام کوي.
په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې د جوړېدو یادونه هم وشوه چې ګډونوال به یې د هېواد د ټولو ولایتونو د بېلابېلو اقشارو استازي وي، ترڅو د سولې په بېلابېلو پړاوونو کې د دوی نظریات او مشورې په پام کې ونیول شي.
همدارنګه به له سولې ملي مشورتي جرګې وروسته د کابل پروسې درېیمه ناسته هم جوړه شي چې عمده تمرکز به یې د سولې پر پروسه وي. د دې ترڅنګ افغانستان د ولسواکۍ بهیر د دوام او د واک د سوله ییز لېږد یقیني کولو لپاره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.
د يادونې ده چې د امريکا دفاع وزير نن سهار کابل ته رسېدلى او له يو شمېر افغان چارواکو سره يې ليدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن