ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان له ملي ارشیفه د قرانکریم یوه خطی نسخه ورکه شوې

د افغانستان له ملي ارشیفه د قرانکریم یوه خطی نسخه ورکه شوې

author avatar
12 Feb 2019 - 19:56
د افغانستان له ملي ارشیفه د قرانکریم یوه خطی نسخه ورکه شوې
author avatar
12 Feb 2019 - 19:56

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۷): د قرانکریم یوه لرغونې خطي نسخه په داسې حال کې په کابل کې د افغانستان له ملي ارشیف څخه غلا شوې چې مسوولین یې د ورکېدو د کره وخت په اړه معلومات نه لري.

د «قرانکریم د دې خطي» نسخې د لیکلو د وخت په اړه زیات معلومات نشته او مسوولین هم په دې اړه څه نه وايي، خو د افغانستان د ملي ارشیف د ۱۳۶۶ چاپ لارښود کتاب د لومړي ټوک په يوولسم مخ کې لیکل شوي چې د قرانکریم یوه خطي نسخه د لومړۍ برخې له وروستۍ ربعې څخه د پنځلسمې برخې تر لومړۍ ربعې... د ۱۴*۹ سانتي په اندازه په ۲۷۰ پاڼو کې چې هره پاڼه نهه کرښې لري د «دل آهو» په پرده په نسخ لیک چې د لیکونکي نېټه او نوم یې نه دی معلوم د خرما په ضربي او جدول لرونکي پوستکي پر ۱۱۰/۱۷ شماره ثبت او موجود دی.

سره له دې چې د دې نسخې په اړه معلومات کم دي، خو د ملي ارشیف په لارښود دفتر کې ویل شوي چې ټولې پاڼې یې په سرو زرو او د جدول کرښې یې په سپینو زرو لیکل شوي او د مبارکو ایتونو پای په سختۍ پیدا کېږي، ځکه پای یې کومه ځانګړې نښه نه لري.

د ملي ارشیف لارښود زیاتوي، د قرانکریم په دې نسخه کې پارې یا د پارو نیمايي نه دي په نښه شوې او یواځې څوارلسمه پارې د پاڼې په څنډه کې په سره رنګ ب چې ۱۴ جزوه پیل ده، په نښه شوې او د سورتونو سر عموما په مستطیل ډوله طلايي چوکاټونو نښاني شوی چې د ځینو لیک نه لوستل کېږي او بسم الله الرحمن الرحیم یې په نري ثلث خط لیکل شوې ده. 

خو دغه ارزښت لرونکې خطي نسخه چې په «یُرَدون الی اشد العذاب و ماالله بغافل عما تعملون» مبارک ایت پیل او په پای کې یې په زرین خط «زعمت علینا» لیکل شوي، اوس د افغانستان په ملي ارشیف کې نشته.

د افغانستان د ملي ارشیف رییس افسر رهبین په دې په ټینګار چې له ملي ارشیفه د کم مثله خطي قرانکریم یوه نسخه ورکه شوې، زیاته کړه، دغه خطي نسخه چې د افغانستان په ملي ارشیف کې ساتل کېدله، پخوانۍ مخینه درلوده، خو په ۱۳۸۲ او ۱۳۸۳ کال کې له لومړۍ موجودۍ وروسته څېړونکي پلاوي اعلان وکړ چې له ټولو ۳۰۰ جلده قرانکریمونو څخه یې یواځې يو نه ليدل کېږي.

نوموړي زیاته کړه: ((د دغه باارزښته  اثر د ورکېدو مسئله څو ځله څېړل شوې، خو پایله یې نه درلوده، ځکه هغه کس چې د یاد اثر د ساتنې دنده یې درلوده، وفات شوی او بلخوا د ارشیف د څېړنې پلاوی هم تقاعد شوی دی.))

په ورته وخت کې ځینو سرچینو پژواک ته ویلي چې دغه اثر ایران ته قاچاق شوی دی.

خو د افغانستان د ملي ارشیف رییس وویل، په هغه صورت کې چې یو څوک ادعا کوي چې دغه اثر ایران ته قاچاق شوی او هلته ساتل کېږي، په دې اړه دې شته اسناد او شواهد له یادې ادارې سره شریک کړي څو له ديپلوماتیکو مراجعو کې یې د څار او افغانستان ته د بیا راوړو غوښتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((په ۱۳۹۵ کال کې ما د فرهنګي اتشې په توګه په ایران کې دنده کوله او هغه وخت د مولانا جامي هروي یو اثر چې د استان قدس رضوي په کتابتون کې ساتل کېده او د هرات په کتابتون پورې مربوط و، د سفارت په غوښتنه افغانستان ته راوړل شو.))

نوموړي په ټینګار سره وویل: ((که په ایران کې د یاد اثر د موجودیت اسناد موجود وي، موږ په ډېره اسانه کولای شو دغه قرانکریم له ایرانه وغواړو.))

رهبین وویل، د افغانستان په ملي ارشیف کې پر مهمو تاریخي اثارو سربېره د قرانکریم پوره نسخې او جزوې چې د مسلمانانو د درېیم خلیفه حضرت عثمان(رض) او حضرت امام حسین په خط او د حکیم ابوالقاسم فردوسي شاهنامه، د مولانا جلال الدین محمد بلخي مثنوي معنوي، د مولانا عبدالرحمن جامي هروي هفت اورنګ، د حکیم ابوالمجد مجدود بن آدم سنایي غزنوي شعرونه او د سعدي شېرازي کلیات موجود دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.