ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان خلکو په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو او بدلون غوښته وکړه

د نورستان خلکو په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو او بدلون غوښته وکړه

author avatar
12 Feb 2019 - 11:27
د نورستان خلکو په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو او بدلون غوښته وکړه
author avatar
12 Feb 2019 - 11:27

جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۷): د نورستان خلک او ولايتي شورا ګواښ کوي چې که په ټاکنيزو کمېسيونونو کې اصلاحات رانه وستل شي، دوى به په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

د ځايي خلکو په وينا، په يادو کمېسيونونو کې د درغليو له امله د ولسي جرګې پايلې هغسې نه وې چې څنګه د ولس خوښه وه؛ ځکه وايي، د رايو له مخې چې څوک بايد کامياب شوي وای، هغوی ناکام شول.

نورستان په ولسي جرګه کې دوه څوکۍ لري چې يوه يې د سړیو او بله یې ښځو ته ځانګړې شوې ده.

د جاوېد نورستاني په نوم د نورستان د مرکز پارون يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو اورېدو کمېسيون چې د دغه ولايت د ولسي جرګې ټاکنو کومې وروستۍ پايلې اعلان کړې، د ولس د خوښې وکيلان نه دي ټاکل شوي.

دی وايي، ولس چې چا ته رايه ورکړې، هغوی کامياب شوي نه دي، بلکې هغه کسان کامياب شوي چې د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو ته يې پيسې ورکړې دي.

هغه زياته کړه: ((زما نظر دا دی چې اختصاصي محکمه جوړه شي او هغو کسانو ته چې ظلم شوی حق یې ورکړل شي، قانون ماتوونکي دې د قانون منګلو ته وسپارل شي.))

 بل ځايي اوسېدونکي خيرالله هم پژواک ته وويل، د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړې د دوی له ورکړل شوو رايو سره ډېر فرق لري؛ ځکه ډېرو خلکو چې کومو وکيلانو ته رايه ورکړې، هغوی په لوی لاس ناکام شوي دي.

د نورستان د دواب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او قومي مشر حاجي سبحان الله مصلح وايي، خلکو په ډېرو سختو شرايطو کې رايه ورکړه خو ټاکنيزو کمېسيونونو يې قربانۍ ته هېڅ احترام ونه کړ او هغه خلک يې کامياب کړل چې پيسې یې ورکړې.

د نورستان ولايتي شورا رييس او يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، که په راتلونکو ټاکنو کې اوسني مسوولين په ټاکنيزو کمېسيونونو کې وي، ښايي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره کمه وي.

د ولايتي شورا رييس انجنير سعدالله پاينده زوی پژواک ته وويل، د نورستان اوسېدونکي د تېرو ټاکنو پايلو ډېر ناهيلي کړي دي.

دی وايي، که همدا اشخاص په نورستان کې د ټاکنو کمېسيونونو په راس کې پاتې شول، نو ښايي ډېر خلک په ټاکنو کې برخه وانه خلي.

هغه زياته کړه: ((لامل يې دا دی چې خلک ناهيلي شوي؛ ځکه په ډېرو سختو امنيتي شرايطو کې لاړل د ټاکنو مرکزونو ته خو پايله هغسې چې خلکو چا ته رايه ورکړې وه د هغې خلاف راووته، درغلۍ وشوې چې د ټاکنيزو دواړو کمېسيونونو ولايتي مسوولين په کې پر لاس لرلو تورن دي.))

د نورستان ولايت يوه ناکامه کانديده ډاکټره زاهده فيضان که څه هم پر خلکو د نه ناهيلي کېدو غږ کوي؛ خو ټينګار کوي که يې غږ وانه ورېدل شي؛ نو له خپلو پلويانو به وغواړي چې راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کې برخه وانه خلي.

نوموړې وايي: ((د نورستان د نهايي پايلو له اعلان يو ساعت وړاندې ماته کمېسيون وويل چې نتايج لا نه دي چمتو؛ نو که درغلي نه وي شوي او د پيسو خبره نه وي، نو څنګه په يوه ساعت کې نتايج ترتيب، تطبيق، تصويب او اعلان شول او بيا يې ډېټابيس ته هم پورته کړي و.))

د نورستان ولايتي شورا رييس  پاينده زوی وايي، که په راتلونکي کې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په مسوولينو کې تغیير رامنځته شي؛ نو ورسره د خلکو باور زياتېږي او ښايي خلک برخه واخلي.

د ده په وينا دا يوه لار کيدلی شي چې ټاکنيزو کمېسيونونو کې اصلاحات رامنځته شي او خلکو ته ډاډ ورکړل شي، چې بيا به يې په رايو معاملې نه کېږي او حق به حقدار ته سپارل کېږي.

د نورستان ولايت د ولايتي شورا يوه پخوانی غړی او قومي مشر مولوي امان الله عنايت هم پر دې باور دی که راتلونکي ته اصلاحات رامنځته شي، نو خلک به په ډاډه زړه رايه ورکړي.

دی وايي، غټه ستونزه دا ده چې خلکو رايه ورکړه خو پر رايو يې معاملې وشوې، نو که اوس ټاکنيزو کمېسيونونو کې اصلاحات رانه شي، خلک به ټاکنو کې برخه وانه خلي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، ټاکنيز کمېسيونونه خپلواک دي او دوی يې په چارو کې د هېڅ مداخلې واک او صلاحيت نه لري.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر اوسه ورسره د کمېسيونونو د اصلاحاتو په اړه کومه موضوع شريکه شوې او که نه؟ وويل: ((تر اوسه موږ سره هېڅ موضوع نه ده شريکه شوې او نه هم موږ په دې برخه کې د مداخلي صلاحيت لرو.))

 د نورستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرست باز محمد بيا وايي چې دوی د ټاکنو په پروسه کې د هر راز شکايت په اړه ځواب ورکولو ته چمتو دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ پوره ډاډ ورکوو چې هېڅ درغلي نه ده شوې او هر کله چې څوک ناکامېږي؛ نو همداسې بې ځايه څرګندونې کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې پرون حکومت او د سياسي ګوندونو استازو په ګډه د ټاکنو په قانون کې تعديل راوست او يو شمېر يې مادې يې بدلې کړې.

دغه راز دوى پرېکړه کړې چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې تر اصلاحاتو وروسته به مسوولين او کمېشنران به يې بدل شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.