ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوانانو چارو معينيت په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د ځوانانو کمېټې جوړوي

د ځوانانو چارو معينيت په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د ځوانانو کمېټې جوړوي

author avatar
12 Feb 2019 - 17:25
د ځوانانو چارو معينيت په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د ځوانانو کمېټې جوړوي
author avatar
12 Feb 2019 - 17:25

کابل(پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو د ستونزو د حل او د هغوى د پرمختګ په موخه په هر وزارت او په نورو خپلواکو ادارو کې د ځوانانو کمېټې جوړوي.

دغه څرګندونې د ياد وزارت د ځوانانو چارو مرستيال وزير سيدکمال سادات نن په هغه غونډه کې وکړې چې په دغه وزارت کې د بېلابېلو وزارتونو د چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

ددغه وزارت چارواکي وايي چې دا مهال د کابل په ځينو ولسواليو (بګرامى،سروبي،ده سبز او استالف) او په کونړ، تخار، پکتيا، خوست،لوګر او تخار کې دا ډول کمېټې شته دي.

سادات وويل، په پام کې ده چې په نورو ولايتونو او وزراتونو کې هم ورته کمېټې جوړې کړي،تر څو له لارې يې د ځوانانو د ستونزو د حل او د هغوى د پرمختګ لپاره کار وشي.

ده دا هم وويل چې ياد معينيت د بېوزله ځوانانو لپاره له پوهنتونونو څخه په فيس کې تخفيف اخلي او بېوزله ځوانان روغتونونو ته معرفي چې په وړيا ډول او يا هم په تخفيف سره يې درملنه وشي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.