کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۷): د افغانستان د اسلامي دولت لومړی رییس او د ملي نجات حبهې مشر صبغت الله مجددي د ۹۳ کالو په عمر وفات شو.
د افغانستان د نجات ملي جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مجددي د جنازې مراسم به سبا د کابل ښار په غازي سټډیوم کې ترسره او د کابل د «عاشاقان او عارفان» په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
صبغت الله مجددي په ۱۳۰۵ هجري شمسي کال د کابل ښار په یوه روڼ انده کورنۍ کې زږېدلی، په ۱۹۴۸ کال یې قاهرې ته سفر وکړ او د مصر په الازهر پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې.
نوموړی د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې له کودتا وروسته چې د پخواني شوروي پلوي خلق ډيموکراتیک ګوند په کې واک ته ورسېد، پاکستان ته هجرت وکړ او د افغانستان د نجات ملي جبهې له جوړېدو وروسته یې د کابل دولت پر خلاف سیاسي او وسله واله مبارزه پیل کړه.
په ۱۳۶۸ او ۱۳۶۹ کلونو کې چې په پاکستان کې د مجاهدینو په جلا وطنۍ کې حکومت جوړ شو، صبغت الله مجددي یې د افغانستان د اسلامي دولت د رییس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د مجاهدینو له بریا وروسته د ۱۳۷۱ هجري کال په پسرلي کې د دوو میاشتو لپاره د موقت حکومت رییس پاتې شو او دولت یې په رسمي ډول د نجیب الله د حکومت له لومړي وزیر فضل الحق خالقیار څخه تسلیم کړ.
مجددي د ترسره شوو هوکړو له مخې له دوو میاشتو واک د جمعیت اسلامي ګوند مشر برهان الدین رباني ته پرېښود.
د طالبانو له خوا د مجاهدینو د دولت له سقوط وروسته مجددي بیا پاکستان ته ولاړ.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د بن له بهیر سره یو ځای شو او د هېواد په بېلابېلو سیاسي تعاملاتو کې یې فعاله ونډه درلود.
صبغت الله مجددي په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان د اساسي قانون د لویې جرګې د رییس په توګه کار وکړ او په ۲۰۰۵ میلادي کال کې یې د سولې د ټينګښت د کمېسیون ریاست پر غاړه و او یوه دوره یې د مشرانو جرګې د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن