ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: انس حقاني له بنده نه دی ازاد شوی

حکومت: انس حقاني له بنده نه دی ازاد شوی

author avatar
12 Feb 2019 - 15:42
حکومت: انس حقاني له بنده نه دی ازاد شوی
author avatar
12 Feb 2019 - 15:42

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو سپيناوى کړى چې انس حقاني اوس هم بندي دی او نه دى ازاد شوى.

انس حقاني چې د طالبانو مهم غړى بلل کېږي، څو کاله مخکې په قطر کې تر نيول کېدو وروسته افغان حکومت ته وسپارل شو او اوس په زندان کې دی.

وسله و الو طالبانو نن (د سلواغې ٢٣مه) له امريکا سره نوی ١٤ کسيزه مذاکراتي ټيم اعلان کړ چې په کې د انس حقاني نوم هم شته.

خو د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي چې انس حقاني اوس هم په زندان کې دى او نه دى خوشی شوى.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((تر اوسه د انس حقاني د خوشي کېدو په تړاو هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.))

د چخانسوري په وينا، د افغانستان حکومت د قانون پر تطبيق مکلف دى، هغو کسانو چې د افغانستان د خلکو پر ضد جرمونه کړي، د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د هغوى پر وړاندې تصميم نيول کېږي.

د ولسمشر وياند خلکو ته ډاډ ورکړى چې د عدالت د تطبيق په برخه کې دې مطمين اوسي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم منلې ده چې انس حقاني اوس هم له افغان حکومت سره په زندان کې دى.

هغه په ټويټر کې ليکلي، انس حقاني محصل و، کوم جرم نه لري چې پر بنسټ يې زنداني شي، هغه بايد خوشی شي او د طالبانو په مذاکراتي ټيم کې خپل کار پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.